د خوست- ګردیز ترمنځ د غځیدلي سړک یو شمېر برخې له اصولو خلاف رغول شوي او د پرانیستې مراسم یې په خپلسري ډول د خوست پر ځای په کابل کې ترسره شوي دي.
یادې څرګندونې د خوست والي حکم خان حبیبي پرون يو مطبوعاتي کنفرانس ته كړي او زياته كړې يې ده، سره له دې چې یاد سړک په کمي او کیفي لحاظ ګڼې ستونزې لري، هړ فوايد عامې وزارت نه د خوست او نه هم د پكتيا ولايتي اداره خبره كړې بلكې په كابل كې يې ورته د پرانيستې مراسم نيولي دي. د خوست- ګردیز ترمنځ د غځیدلي سړک یو شمېر برخې له اصولو خلاف رغول شوي او د پرانیستې مراسم یې په خپلسري ډول د خوست پر ځای په کابل کې ترسره شوي دي.
یادې څرګندونې د خوست والي حکم خان حبیبي پرون يو مطبوعاتي کنفرانس ته كړي او زياته كړې يې ده، سره له دې چې یاد سړک په کمي او کیفي لحاظ ګڼې ستونزې لري، هړ فوايد عامې وزارت نه د خوست او نه هم د پكتيا ولايتي اداره خبره كړې بلكې په كابل كې يې ورته د پرانيستې مراسم نيولي دي.
د ده په خبره فواید عامې وزارت په دې كار سره دا په ډاګه کوي چې ګواکې په خوست کې امنیتي حالت خراب دی، خو داسې نه ده بلكې دغه ولايت د حبيبي په خبره د ټول هېواد په كچه له امنيتي پلوه يوه بېلګه ده: (( د دغه سړك چارې له ډيزاين او احجامو سره سمې سر ته نه دي رسېدلي، د سړك چارې لا هم نيمګړې دي، حتى هغه برخې چې مخكې جوړې شوې وې هغه د كيفيت د ټيټوالي له امله خرابې دي، موږ په دغه برخه كې پوره شواهد لرو، ولې متاسفانه بايد ووايم چې د فوايد عامې محترم وزير د دغې لويې پروژې د افتتاح مراسم په كابل كې په كوچنيو مراسمو كې د ميز تر شا ګټې اخستنې ته سپاري، موږ پرې كاملا ملاحظه لرو، دوى دا وښودله چې خداى ناخواسته خوست او لويه پكتيا ناامنه دي، خو د الله په فضل موږ په خوست كې ډاډمن امنيت لرو.))
د خوست والي حکم خان حبیبي دغه راز زیاتوي، تر هغې به د دغې لویې پروژې د چارو د سمون او بیا کتنې غوښتنه کوي چې فواید عامې وزارت د خوست ولسونه د یاد سړک د کارونو له فني او تخنیکي اړخه ډاډمن كړي نه وي: ((دا مسئله جدي نيسو، دا تر هغې تعقيبوم او د ملت تر كوره او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت تر رهبرۍ او مشرتابه پورې به غږ رسوم، تر څو دا سړك د خپل ډيزاين او احجامو سره سم تكميل شي او له تكميل وروسته په شاندارو مراسمو كې ګټې اخستنې ته دا سړك وسپارل شي، موږ تر هغې د دې پريښودونكي نه يوو تر څو پرې ولسونه مطمئن شوي نه وي او په فني او تخنيكي لحاظ راته د فوايد عامې وزارت اطمينان نه وي راكړى چې دا سړك په ټوله معنا تكميل دى.))
په عين حال كې د خوست ولایتي شورا رئیس عبدالولي واحدزی هم وايي، له تېرو شاوخوا دیارلسو کلونو راهیسې خلک د خوست-ګرديز سړک د اساسي رغونې په تمه وو، خو اړونده وزارت ورسره اخر هم د مور و مېرې چلند وكړ.
نوموړی له مرکزي حكومت څخه غواړي چې یو مسلکي هیئت دې د یاد سړک د کارونو د ارزونې په هدف وټاکي او د ستونزو تر حل وروسته دې د سړک پرانیسته په پراخه ولسي غونډه کې ترسره شي: (( د خوست ولايتي شورا، د خوست ولسونه پر دغه كړنه خپه دي او پر مركزي اداره باندې خصوصا پر فوايد عامې وزارت غږ كوي چې د دغه سړك لپاره دې يو مسلكي هيئت وټاكل شي، ستونزې دې يې وكتل شي، هغه دې رفع شي او وروسته دې په يوه ولسي غونډه كې كه وزير وي، كه د وزارت نور مسوولين وي، كه قرارداديان وي، موږ چې په خوست په پكتيا كې ژوند كوو، د دوى هم موږ نه ژوند قيمتي نه دى، دوى هم بايد راشي او دلته دې د خوست له ولسونو سره يو ځاى دا پروژه افتتاح كړي.
د یادولو وړ ده چې د خوست- ګردیز ترمنځ د غځېدلي سړک د جوړیدو کار کلونه وړاندې پیل شوى او په دې موده کې یې څوځله د رغولو چارې په ټپه ودریدې ، خو دا چې د خوست د خلکو دا لویه هیله به کله په اساسي ډول عملي بڼه خپلوي؟ دا به راتلونکی ځواب کړي.


