په ننګرهار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د لومړي ځل لپاره د کار موندنې (MCG) پروژې پيل شوې.
د دغو پروژو لپاره شاوخوا ۲۳۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي او په ترڅ کې به یې د ننګرهار ۶ زرو څخه زیاتو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

په همدې هدف د کلیو د بيارغونې او پراختیا وزیر نصیر احمد درانی نن ننګرهار ته تللى و او دغه پروژې یې رسماً پيل کړې.
هغه په جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د یادو پروژو د پرانيستې په مهال وویل، دغه پروژې به د ننګرهار د شپږو ولسوالیو (سرخرود، بهسود، کامې، ګوشتې، ښېوې او دره نور) په ۳۷۳ کليو کې پلې کېږي.
په ورته وخت کې د کلیو د بيارغونې او پراختیا وزیر د ۱۰۹ میلیونو افغانیو په لګښت ۷۷ نورې بېلابېلې پروژې هم پرانيستې او رسماً یې ګټې اخیستنې ته وسپارلې .
په دغو پروژو کې کانالونه، استينادي دېوالونه، د اوبو ذخیرې، سربندونه، پلچکونه، سړکونه، د سړک غاړې ویالې، پلې لارې، د ښوونځي ودانۍ، ټولنیز مرکز ودانۍ، برېښنایي ژرندې، کارېز کیندنې او یو شمېر نورې شاملې دي.
د ننګرهار والي سلیم کندوزي پر قومي مشرانو، د کلیوالي شورا پر مسوولینو او ولسوالانو غږ وکړ، چې د یادو پروژو د ښه تطبیق لپاره دې هلې ځلې لا ګړندۍ کړي.
د کلیو د بيارغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې، دغه وزارت په شاوخوا دوه کلنه موده کې په ننګرهار کې د ۴۰ ميلیونو ډالرو په ارزښت پروژې پیل کړي، چې ځینې یې بشپړې او ځینې یې لا هم تر کار لاندې دي.