ads

منفي دودونه او غچ اخستنې ناورين راپورته كوونكي دي

په افغانستان کې د اوږده ناورین یوه ترټولو بده نتيجه د رښتينو افغاني ارزښتونو تر پښو لاندې کول دي چې د نړۍ په کچه د افغانانو ویاړونه ګڼل کېږي. د افغانستان دښمنانو تل د دغو ارزښتونو د کم ارزښته ښودلو او د تر پښو لاندې کولو هڅه کړې او بده يې لا دا چې دغو […]

نویسنده: TKG
25 لیندۍ 1394
منفي دودونه او غچ اخستنې ناورين راپورته كوونكي دي

په افغانستان کې د اوږده ناورین یوه ترټولو بده نتيجه د رښتينو افغاني ارزښتونو تر پښو لاندې کول دي چې د نړۍ په کچه د افغانانو ویاړونه ګڼل کېږي. د افغانستان دښمنانو تل د دغو ارزښتونو د کم ارزښته ښودلو او د تر پښو لاندې کولو هڅه کړې او بده يې لا دا چې دغو ارزښتونو ته پخپله د یو شمېر لاسپوڅو او خرڅ شویو افغانانو په لاس زیان اړول کېږي.
په دې برخه کې دا هم باید له یاده ونه ایستل شي چې یو شمېر منفي دودونه او غچ اخستنې چې تر ډېره د ناورین د کلونو اغېزې دي هم دغو ارزښتونو ته ګواښ ګڼل کېدای شي چې تر یو بریده په ننګرهار کې رامنځته شوې تازه پېښه يې څرګنده بېلګه بللای شو.

درې  ورځې مخکې د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې ناڅرګندو کسانو د ميلمه په جامه کې په بې رحمانه ډول د یوې کورنۍ اته تنه غړي وژلي دي.
د چارواکو په وينا درې ورځې مخکې د يوسف په نامه د یوه کس کور ته درې تنه ميلمانه ورغلي چې تر ډوډۍ خوړلو وروسته يې د یوسف په ګډون د هغه مور، میرمن، څلور لورګانې او یو زوی ټول په ډزو وژلي دي. په وژل شویو ماشومانو کې د یوه عمر ۲ میاشتې او د نورو تر پنځو کلونو ښودل شوي دي.
دې پېښې د سیمې د خلکو سخت غبرګون راپارولی او هغه يې د ټولو افغاني او انساني ارزښتونو مخالف بللی دی. دوی وايي چې څوک حتی دا فکر هم نه شي کولى چې په انسانانو کې به داسې وژونکى رامنځ ته کيږي چې د کوچنيانو په سر وسله ږدي او وژني به يې.
د لومړنیو څېړنو د نتیجو په لړ کې ویل شوي چې یوسف او د هغه کورنۍ ښايي د شخصي دښمنیو له کبله وژل شوي وي ځکه درې تنه قاتلین د کورنۍ نږدې ميلمانه وو او ورته د دې کورنۍ په پخلنځي کې د ميلمستیا چمتو والی لیدل کېږي. ټول وژل شوي کسان په خوب کې له منځه وړل شوي دي. د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې یوسف د پکتیا ولایت اوسیدونکی و او له تېرو څلورو کلونو راهیسې له خپلې کورنۍ سره په ننګرهار کې اوسېده.
ښايي دغه کورنۍ د شخصي دښمنیو قرباني شوي وي، خو تر دې مخکې د داسې يوې پېښې بېلګه نه وه لیدل شوې چې څوک دې حتی دوه میاشتنۍ ماشوم د خپلې دښمنۍ ښکار وګرځوي.
د ناورین په کلونو کې د ټولنيزو ستونزو ګراف ورځ تربلې پورته تللی او ډېرې بدې پېښې رامنځته شوې دي آن تر دې چې د شخصي ګټو او دښمنیو له کبله پرته له کومې محکمې ګڼ کسان صحرايي محاکمه شوي دي چې د دې پېښې په شمول د سږکال په اوږدو کې په سرپل کې د یوه فالبین د وړاندوينې له کبله پر یو پلار او لور د غلا دعوه واړول شوه او ډېر بد وځورول شول، په غور کې يوه نجلۍ له یو چا سره د واده کولو د نه رضایت له وجهې سنګسار شوه او په کابل کې يوه پېغله د یوه تعویزګر د دې خوشې ادعا له کبله چې ګوندې نوموړې قران پاک سوځولی، د بې بندوباره کسانو له خوا په ډېر بد شکل ووژل شوه او مړي ته يې اور واچول شو.
دا ټول د دې ښکارندويي کوي چې زموږ په ټولنه کې که له یوې خوا بهرنۍ توطیې زموږ بنسټونه او ارزښتونه له منځه وړي له بل لوري زموږ قضایي، ديني، ټولنيز او اړوند حکومتي ارګانونه د ټولنیزو ستونزو د مخنیوي په برخه کې د اساسي ګامونو د اوچتولو ډېره لېوالتیا نه څرګندوي او همدا ستونزه د دې سبب ګرځي چې ورځ تربلې د نورو ستونزو ترڅنګ ټولنيزې ستونزې پراخې شي او د نورو د توطئیو سم مخنیوی ونه شي. 
د ننګرهار د بهسود ولسوالۍ یاده پېښه د همدغو ستونزو له کبله رامنځته شوې او که بیا هم داسې پېښې جدي ونه ګڼل شي، د سبا لپاره به افغانانو له نورو لویو ټولنیزو ستونزو سره مخ وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA