د پاکستان د پنجاب ايالت بېلابېلو زندانونو کې نن سهار وختي اته تنه اعدام شوي دي.
پاکستاني رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، چې د پنجاب ايالت د بهاولپور او ملتان ښارونو په ګډون يو شمېر نورو زندانونو کې په بېلابېلو قتلونو کې مجرم پېژندل شوي اته تنه اعدام شوي او د څلورو نورو هغو اعدام ځنډول شوى دى. د پاکستان د پنجاب ايالت بېلابېلو زندانونو کې نن سهار وختي اته تنه اعدام شوي دي.
پاکستاني رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، چې د پنجاب ايالت د بهاولپور او ملتان ښارونو په ګډون يو شمېر نورو زندانونو کې په بېلابېلو قتلونو کې مجرم پېژندل شوي اته تنه اعدام شوي او د څلورو نورو هغو اعدام ځنډول شوى دى.
تېر کال د پېښور پر پوځي ښوونځي د وسله والو له ډله ييز بريد وروسته، چې لسګونو زده کوونکو ته يې مرګ ژوبله واړوله، په پاکستان کې د اعدام د سزا درول شوې لړۍ له سره پيل شوې او د بشري حقونو ادارو د رپوټونو له مخې، تر اوسه په دغه هېواد کې نږدې اته سوه تنه اعدام شوي دي.
په همدې حال کې پاكستاني چارواكو د دوو کلونو لپاره پوځي محکمه هم جوړه کړې، چې له مخې يې تورن کسان د دوسيو له ژر څېړل کېدو وروسته په دار وځړول شي.


