ads

نوروز: د جاغوريو د هوايي ډګر پروژه كې فساد شوى

د غزني ولايتي شورا وايي، د دې ولايت د جاغوري ولسوالۍ لپاره جوړېدونكي د هوايي ډګر په پروژه كې پراخ فساد روان دى چې كه مخه يې ونه نيول شي، نو بودجه به يې په سيند لاهو شي.د جاغوريو ولسوالۍ د هوايې ډګر د رغولو چارې څو میاشتې وړاندې پيل او اوس يې مسوولين وايي […]

نویسنده: TKG
24 لیندۍ 1394
نوروز: د جاغوريو د هوايي ډګر پروژه كې فساد شوى

د غزني ولايتي شورا وايي، د دې ولايت د جاغوري ولسوالۍ لپاره جوړېدونكي د هوايي ډګر په پروژه كې پراخ فساد روان دى چې كه مخه يې ونه نيول شي، نو بودجه به يې په سيند لاهو شي.
د جاغوريو ولسوالۍ د هوايې ډګر د رغولو چارې څو میاشتې وړاندې پيل او اوس يې مسوولين وايي چې چارې يې تر ۹۰ فيصدو بشپړې شوي چې تېره اوونۍ يې د دفاع وزارت د لوى درستيز مرستيال مراد علي مراد او د غزني والي له لوري  د پرانيستنې مراسم هم تر سره شول.
خو اوس د غزني د ولايتي شورا مشر حميد الله نوروز چې په دې مراسمو كې يې ګډون هم كړى و، له كليد سره يې په مركه كې ويلي، د جاغوريو د هوايي ډګر چارې يې چې له نږدې كتلي نو له كيفي پلوه په كې ستونزې زياتې دي. د غزني ولايتي شورا وايي، د دې ولايت د جاغوري ولسوالۍ لپاره جوړېدونكي د هوايي ډګر په پروژه كې پراخ فساد روان دى چې كه مخه يې ونه نيول شي، نو بودجه به يې په سيند لاهو شي.
د جاغوريو ولسوالۍ د هوايې ډګر د رغولو چارې څو میاشتې وړاندې پيل او اوس يې مسوولين وايي چې چارې يې تر ۹۰ فيصدو بشپړې شوي چې تېره اوونۍ يې د دفاع وزارت د لوى درستيز مرستيال مراد علي مراد او د غزني والي له لوري  د پرانيستنې مراسم هم تر سره شول.
خو اوس د غزني د ولايتي شورا مشر حميد الله نوروز چې په دې مراسمو كې يې ګډون هم كړى و، له كليد سره يې په مركه كې ويلي، د جاغوريو د هوايي ډګر چارې يې چې له نږدې كتلي نو له كيفي پلوه په كې ستونزې زياتې دي.
د نوروز په خبره كه د دغې پروژې كيفيت له قرارداد سره سم عيار نه شي نو د جاغوريو هوايي ډګر تاسيسات به يو كال هم دوام ونه كړي، نه به هم د ځايي خلكو لپاره مؤثر تمام شي: (( زه دیر خواشینی شوم، چي څرنګه یوه داسي پروژه چې  په هغې کې پراخ فساد، چور او چپاول شوی او تر اوسه یې چاري هم بشپړې شوې ندي د چارواکو له لوري ګټي اخیستني ته وسپارل شو.))
نوروز وايي،  د جاغوريو د هوایي ډګر د رغولو لپاره ۷۰۰ زره امريكايي ډالر ځانګړي شوي وو حال دا چې د رغول شويو برخو كيفيت نه يې معلومېږي چې يوه زياته اندازه پيسې يې وهل شوې دي:(( ددغه هوایي ډګر هغه برخې چې بشپړې شوي او لا یې نورې چارې پاتې دي د بیرته ویجاړیدو په حال کې دي، زه فکر نه کوم چې ۴۰۰ زره ډالر دې هم ورباندې لګول شوي وي، د رن وې كرښه يې يو كېلو متر اوږدوالى هم نه لري او هغه هم په خام ډول جوړه شوې ده.))
هڅه مو وكړه چې په دې اړه د غزني د ټرانسپورټ امريت، ولايت مقام يا هم د جاغوريو د ولسوال نظر هم واخلو خو هغوى په دې اړه څه ويلو ته حاضر نه شول.
اړوندو چارواكو كليد ته يوازې دومره وويل چې د دغه هوايي ډګر د رغونې قرارداد په مركز كابل كې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا شوى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA