ads

نن د يمن ښكېل اړخونه د اوربند په اړه مذاكراتو ته كېني

ټاکل شوې ده، چې نن په سويس کې د يمن کړکېچ د حل لپاره د ښکېلو اړخونو تر منځ د مذاکراتو لړۍ پيل شي، چې په همدې هدف سر له ننه په يمن کې اووه ورځنى اوربند تطبيقېږي.د سويس مذاكرات به د ملګرو ملتونو استازو لخوا پر مخ وړل کېږي او د يمن د ټولو […]

نویسنده: TKG
24 لیندۍ 1394
نن د يمن ښكېل اړخونه د اوربند په اړه مذاكراتو ته كېني

ټاکل شوې ده، چې نن په سويس کې د يمن کړکېچ د حل لپاره د ښکېلو اړخونو تر منځ د مذاکراتو لړۍ پيل شي، چې په همدې هدف سر له ننه په يمن کې اووه ورځنى اوربند تطبيقېږي.
د سويس مذاكرات به د ملګرو ملتونو استازو لخوا پر مخ وړل کېږي او د يمن د ټولو ډلو ټپلو استازي به پکې برخه لري.
د يمن تښتېدلي جمهور رئيس عبد ربه منصور هادي له لوري د دغه اووه ورځنى اوربند غوښتنه شوې وه او د سعودي عربستان په مشرۍ عربي اتحاد له تېرې شپې اوربند پيل کړى دى. ټاکل شوې ده، چې نن په سويس کې د يمن کړکېچ د حل لپاره د ښکېلو اړخونو تر منځ د مذاکراتو لړۍ پيل شي، چې په همدې هدف سر له ننه په يمن کې اووه ورځنى اوربند تطبيقېږي.
د سويس مذاكرات به د ملګرو ملتونو استازو لخوا پر مخ وړل کېږي او د يمن د ټولو ډلو ټپلو استازي به پکې برخه لري.
د يمن تښتېدلي جمهور رئيس عبد ربه منصور هادي له لوري د دغه اووه ورځنى اوربند غوښتنه شوې وه او د سعودي عربستان په مشرۍ عربي اتحاد له تېرې شپې اوربند پيل کړى دى.
د يمن حوثي وسله والو هم د اوربند ژمنه کړې، خو سعودي عربستان خبردارى ورکړى، چې د هر ډول سرغړونې په صورت کې به خپلو بريدونو ته دوام ورکوي.
د ملګرو ملتونو د يو رپوټ له مخې، له تېرو نهو مياشتو راهيسې په يمن کې د جګړو له كبله نږدې شپږ زره تنه وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA