ads

معترض كندهاريان: څوك راته منظور شوى كركټ لوبغالى هم نه جوړوي

د کندهار ولايتي شورا د هغه کرکټ لوبغالي د نه جوړېدو په اړه اعتراضيه غونډه وکړه، چې څلور کاله مخکې د کندهار لپاره منظور شوی، خو كارونه يې تر اوسه پورې نه ليدل كېږي.نن د کندهار ولايتي شورا په تالار کي د کندهار د کرکټ بورډ رياست چارواکو، د ولايتي شورا غړو، مدني فعالانو او […]

نویسنده: TKG
24 لیندۍ 1394
معترض كندهاريان: څوك راته منظور شوى كركټ لوبغالى هم نه جوړوي

د کندهار ولايتي شورا د هغه کرکټ لوبغالي د نه جوړېدو په اړه اعتراضيه غونډه وکړه، چې څلور کاله مخکې د کندهار لپاره منظور شوی، خو كارونه يې تر اوسه پورې نه ليدل كېږي.
نن د کندهار ولايتي شورا په تالار کي د کندهار د کرکټ بورډ رياست چارواکو، د ولايتي شورا غړو، مدني فعالانو او ګڼ شمېر ځوانانو په همدې خاطر غونډه درلودله تر څو د دوى په وينا د خپل خوړل شوي حق په اړه غږ پورته كړي.
دوی په مرکز کې د تدارکاتو ملي اداره له کندهار سره د مور او ميرې په چلند تورنه كړه. د کندهار ولايتي شورا د هغه کرکټ لوبغالي د نه جوړېدو په اړه اعتراضيه غونډه وکړه، چې څلور کاله مخکې د کندهار لپاره منظور شوی، خو كارونه يې تر اوسه پورې نه ليدل كېږي.
نن د کندهار ولايتي شورا په تالار کي د کندهار د کرکټ بورډ رياست چارواکو، د ولايتي شورا غړو، مدني فعالانو او ګڼ شمېر ځوانانو په همدې خاطر غونډه درلودله تر څو د دوى په وينا د خپل خوړل شوي حق په اړه غږ پورته كړي.
دوی په مرکز کې د تدارکاتو ملي اداره له کندهار سره د مور او ميرې په چلند تورنه كړه.
د کندهار د کرکټ بورډ مسول محمد مسعود رحماني وايي، څلور کاله مخکې د کندهار لپاره يو معياري لوبغالی منظور شوی و چې پر ۴۰ جريبه ځمكه د يو ميليون ډالرو په لګښت جوړېده.
د رحماني په خبره، د كندهار لپاره د كركټ د ځانګړي لوبغاړي جوړېدلو چارې د تداركاتو د ملي ادارې لخوا په يوه او بله بهانه له څلورو كلونو راهيسې ځنډول شوې او دا ستونزه لا پسې ټال خوري.
د کندهار ولایتي شورا غړي نعمت الله شیردلى هم وايي، د كندهاريانو حق دى چې منظور شوى كركټ لوبغالى ورته جوړ شي: (( كه داسې ونه شي او حق كندهاريانو ته ورنه كړل شي موږ به د كندهاري ولس په ملتيا خپلو اعتراضونو ته دوام وركړو.))
په دغه غونډه کې دولایتي شورا د غړو ترڅنګ د مدني ټولنو غړو او ځوانانو هم پر حکومت ږغ وکړ، چې د کندهاريانو له حوصلې ناوړه استفاده و نه کړي.
د غونډې په پای کې پریکړه وشوه، که تر راتلونکې شنبې ورځې د دغه کرکټ لوبغالي کار پیل نه شي نو دوی به تر جمهور رئيسه پوري ورشي او خپل شكايت به يې مخې ته كېږدي.
د كندهار لپاره په نړيوال سټنډرډ برابر كركټ لوبغالى څلور کاله وړاندې د هند په ځانګړې مالي مرسته د عينو ښارګوټي په څلويښت جريبه ځمكه منظور شو خو كار يې تر اوسه لا پاتې دى.
كندهاريان وايي، كه د دې ولايت لپاره كركټ لوبغالى جوړ شي، نو يو به د کرکټ لپاره د ځای ستونزه حل شي او بل به د سپورټ په برخه کي د عوايدو يوه سرچينه ګرځېدلې وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA