ads

سعودي د ۳۴ اسلامي هېوادونو پوځي ايتلاف جوړ كړى

سعودي عربستان اعلان وکړ، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په هدف يې يو ستر ايتلاف جوړ کړى دى.د الجزيرې ټلويزيوني شبکې د سعودي چارواکو له قوله ويلي، په دغه ايتلاف کې ۳۴ اسلامي هېوادونه شامل دي، چې مرکز به يې په رياض کې وي.که څه هم تر اوسه د دغه نوي ايتلاف د جوړېدو […]

نویسنده: TKG
24 لیندۍ 1394
سعودي د ۳۴ اسلامي هېوادونو پوځي ايتلاف جوړ كړى

سعودي عربستان اعلان وکړ، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په هدف يې يو ستر ايتلاف جوړ کړى دى.
د الجزيرې ټلويزيوني شبکې د سعودي چارواکو له قوله ويلي، په دغه ايتلاف کې ۳۴ اسلامي هېوادونه شامل دي، چې مرکز به يې په رياض کې وي.
که څه هم تر اوسه د دغه نوي ايتلاف د جوړېدو نورو هدفونو په اړه څه نه دي ويل شوي، خو د جرمني استخباراتي ادارې تور پورې کړى، چې سعودي عربستان په دې کار سره منځني ختيځ کې نا امنيو ته لمن وهي. سعودي عربستان اعلان وکړ، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په هدف يې يو ستر ايتلاف جوړ کړى دى.
د الجزيرې ټلويزيوني شبکې د سعودي چارواکو له قوله ويلي، په دغه ايتلاف کې ۳۴ اسلامي هېوادونه شامل دي، چې مرکز به يې په رياض کې وي.
که څه هم تر اوسه د دغه نوي ايتلاف د جوړېدو نورو هدفونو په اړه څه نه دي ويل شوي، خو د جرمني استخباراتي ادارې تور پورې کړى، چې سعودي عربستان په دې کار سره منځني ختيځ کې نا امنيو ته لمن وهي.
شنونکي وايي، چې په منځني ختيځ کې كه له يوې خوا د نړۍ د ځواكمنو هېوادونو جګړه روانه ده، له بلې خوا په يو شمېر هېوادونو کې ايران او سعودي عربستان هم لاسوهنې کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA