روسي چارواکو اعلان کړى، چې په ۲۰۱۶ کال کې به ايران ته۳۰۰ S- ډوله پرمختللي توغندي په واک کې ورکړي.
د کرملين ماڼۍ اعلاميه وايي، چې دغه پرېکړه يې حتمي ده او د ۲۰۱۶ کال په اوږدو کې به ايران ته دغه توغندي سپارل کېږي.
روسيې ايران ته د دغو توغنديو لېږد وروسته له هغې ودراوه، چې د ايران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ اټومي لانجې زور واخيست، خو د روان ميلادي کال په لومړيو کې ايران سره د نړۍ ځواكمنو هېوادونو تر هوکړې وروسته پر ايران لګېدلي بنديزونه يو څه نرم شول او روسيې هم پرېکړه وکړه، چې ۳۰۰ S- ډوله توغندي به ايران ته سپاري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ