دا مهال د کندهار ښار په ۴۵ ښوونځيو كې عامه کتابتونونه لري، چي اويا زره کتابونه په كې موجود دي.
يو وخت داسې و، چې د ګوتو په شمېر ښوونځيو به ايله څو غريب کتابتونونه درلودل، هغه هم داسې چې دروازې به يې هر وخت تړلې وې، خو اوس د هر ښوونځي زده کوونکى د کتابتون غوښتنه کوي، څو د رسمي زده کړو تر څنګ ازاده مطالعه هم وکړي.
د زده کوونکو پر له پسې غوښتنو د كندهار پوهنې رياست اړ کړ چې د کندهار ښار په نږدې ټولو ښوونځيو کي کتابتونونه جوړ کړي او دا پروسه ورو- ورو د ولسواليو ښوونځيو ته هم وغځوي. دا مهال د کندهار ښار په ۴۵ ښوونځيو كې عامه کتابتونونه لري، چي اويا زره کتابونه په كې موجود دي.
يو وخت داسې و، چې د ګوتو په شمېر ښوونځيو به ايله څو غريب کتابتونونه درلودل، هغه هم داسې چې دروازې به يې هر وخت تړلې وې، خو اوس د هر ښوونځي زده کوونکى د کتابتون غوښتنه کوي، څو د رسمي زده کړو تر څنګ ازاده مطالعه هم وکړي.
د زده کوونکو پر له پسې غوښتنو د كندهار پوهنې رياست اړ کړ چې د کندهار ښار په نږدې ټولو ښوونځيو کي کتابتونونه جوړ کړي او دا پروسه ورو- ورو د ولسواليو ښوونځيو ته هم وغځوي.
د کندهار ښار د محمود طرزي لېسې کتابتون ۳۰۰۰ کتابونه لري. په دې لېسه کې ۵۰۰۰ نارينه او ښځينه زده کړه کوي.
د دغي لېسې د کتابتون مسؤول محمد اکبر وايي، ټولو زده کوونکو ته يې د کتابتون کارتونه جوړ کړي او د لېسې ۸۰ فيصده زده کوونکي له کتابتون څخه استفاده کوي.
د محمد اکبر په وينا په مطالعه کوونکو کې يې د ښځينه و شاګردانو شمېر تر نارينه و ډېر دی: (( تعداد يې كره نه دى معلوم چې ووايم دومره زده كوونكي ځي دومره راځي، كيميا، بيولوژي، فزيك ګرد سره ښځينه وايي، له اووم نه تر دولسمه زده كوونكي راځي، داسې متعلمين شته چې راشي، كتاب ته كېني په ټوله ورځ كې يې ولاكه ولاړ كې.))
د ازادې مطالعې له ګټو ډېر خلګ خبر دي، خو د كندهار د ليسو زده کوونکي يې د ځانونو لپاره تر هر چا مهمه بولي.
د محمود طرزي لېسې په کتابتون کې مې له څو تنو زده کوونکو وپوښتل، چې د ښوونځي کتابتون او ازادې مطالعې دوی ته کومه ګټه کړې ده؟
له دې ډلې يې ايمل ځلاند راته وويل، ازادې مطالعې يې ژوند ور بدل كړى دى: (( څلور پنځه كتابونه مې څو ورځې مخكې هم وړي وو، اوس بيا راغلى يم، مطالعې زما پر زده كړه مثبت اغېز كړى، هغه څه چې زما نه وو زده هغه يې راوښودل.))
عصمت الله هم د محمود طرزي لېسې د دولسم ب ټولګي زده كوونكى دى، هغه چې له ازادې مطالعې څه اخستي وو، ګټې يې ټكي په ټكي كليد ته هم بيان كړې: (( موږ په خالي ساعت كې كتابتون ته راځو، يا چې د سپورټ ساعت وي، يا استاد نه وي، دلته مطالعه كوو، موږ ته يې ډېره ګټه كړې ده، زموږ ژوند كې يې ډېر بدلونونه راوستي دي.))
يوازې دا نه دي، بلكې اكثره نور زده کوونکي هم وايي، چې د مطالعې لپاره کتابونه له ځان سره وړي او تر مطالعې وروسته یې بيرته کتابتون ته سپاري، خو ځيني بيا وايي چي دوی ته يوازې په کتابتون کې مطالعه خوند ورکوي او هر كتاب يې چې زړه وي په كتابتون كې يې لولي.
د کندهار د پوهني رياست مطبوعاتي مسوول نظر محمد صميمي وايي، دغه ډول عامه کتابتونونه يې د کندهار ښار په ۴۵ ښوونځيو کې جوړ کړي دي، چې زيات و کم ۷۰۰۰۰ کتابونه په کي موجود دي.
په دغو ښوونځيو کي لومړني ښوونځي، منځني ښوونځي او عالي لېسې شاملې دي.
صميمي دغه راز وايي، د کندهار پوهني رياست په دې وروستيو کې د زده کوونکو د ظرفيت لوړولو په موخه په ښوونځيو کي د کتابتونونو جوړولو او غني کولو ته زور ورکړی او غواړي اوس د ولسواليو ښوونځيو ته هم عامه کتابتونونه جوړ کړي: (( زموږ تازه پلان دا دى چې په ښار كې كومو ليسو او ښوونځيو كې عامه كتابتونونه فعال نه دي هغه هم فعالوو او دغه راز د كندهار اطرافي يا لرې پرتو ښوونځيو ته هم دا لړۍ غځول غواړو.))
د زده کوونکو ازادې مطالعې ته سوقېدل د ډيرو لپاره د خوشحالۍ خبر دی، خو له ازادې مطالعې سره مينه په عامو خلكو کې اوس هم ډېره کمه ليدل کېږي.
د كندهار اکثره کتاب پلورونکي وايي، دا مهال يې د ښوونځيو او پوهنځيو اړوند کتابونه ښه بازار لري خو د نورو کتابونو خرڅلاو ډېر کم دی.


