ads

د خوست علماو او وكيلانو د ناامنۍ وروستۍ پېښې وغندلې

د خوست مشرانو، دیني عالمانو او د ولایتي شورا استازو نن د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې ټولې هغه پېښې وغندلې چې په وروستیو کې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې شوې دي.په دې خبري غونډه کې چې د سولې ولایتي کمیټې او ولایتي شورا په ګډ تالار کې رابلل شوې وه، ویناوالو د […]

نویسنده: TKG
23 لیندۍ 1394
د خوست علماو او وكيلانو د ناامنۍ وروستۍ پېښې وغندلې

د خوست مشرانو، دیني عالمانو او د ولایتي شورا استازو نن د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې ټولې هغه پېښې وغندلې چې په وروستیو کې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې شوې دي.
په دې خبري غونډه کې چې د سولې ولایتي کمیټې او ولایتي شورا په ګډ تالار کې رابلل شوې وه، ویناوالو د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتنه وکړه چې سیاسي موخو ته د رسیدو لپاره نور جنګي حرکتونه ودروي.
د خوست د علماو شورا رئیس مولوي شاه محمد وویل، د اسلام مبین دین ټولې هغه کړنې منع کړي دي چې له امله یې بې ګناه ولس او بې طرفه وګړو ته زیان رسېږي. د خوست مشرانو، دیني عالمانو او د ولایتي شورا استازو نن د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې ټولې هغه پېښې وغندلې چې په وروستیو کې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې شوې دي.
په دې خبري غونډه کې چې د سولې ولایتي کمیټې او ولایتي شورا په ګډ تالار کې رابلل شوې وه، ویناوالو د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتنه وکړه چې سیاسي موخو ته د رسیدو لپاره نور جنګي حرکتونه ودروي.
د خوست د علماو شورا رئیس مولوي شاه محمد وویل، د اسلام مبین دین ټولې هغه کړنې منع کړي دي چې له امله یې بې ګناه ولس او بې طرفه وګړو ته زیان رسېږي.
نوموړی وايي، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې وروستۍ ترسره شوې پېښې له دیني اړخه د غندلو وړ دي او په هېڅ ډول ورته جواز نشته.
مولوي شاه محمد روانه جګړه پر افغانانو تپل شوې وبلله او ویې ویل افغانانو ته په کار ده چې خپلمنځي ستونزې د خبرو له لارې حل کړي: (( كوم قتل چې په كندهار كې شوى دى، يا عام خلك مړه كېږي په نورو ولايتونو كې، يا مثال ښځې مړې كېږي، يا زاړه وژل كېږي يا سړي، دا بالكل له اسلام سره په ټكر كې دى، الله او د هغه رسول دې مرګونو ته اجازه نه وركوي، موږ په دې باندې خپه يو، دا ظلم شوى دى، دا كار بايد تكرار نه شي، دا له اسلام سره او افغانانو سره جفا او له اسلام څخه خلاف عمل دى، څوك چې لمونځ ادا كوي، قانون اسلام او پاچا يې هم مسلمان وي د دوى د مرګ بالكل جواز نشته.))
د خوست یو قومي مشر حاجي رسول محمد تڼي هم ټول هغه بریدونه او پېښې خواشینوونکې وبللې چې له امله یې عام ولس زیان ویني.
ده وویل، افغانان به هغه وخت له داسې مرګونو پېښو خوندي شي چې په خپل منځ کې یووالی ټینګ کړي.
دده په باور، دا چې افغانان سره پاشل شوي، سیاسي مخالفتونه یې تر جګړو رسیدلي او نور هېوادونه ترې د خپلو ګټو په خاطر استفاده کوي، د ورته پېښو شاهد یو: ((د دې مخنيوى په هغه صورت كې كېداى شي چې ټول افغانان په يو اتفاق او يو موټى شي بيا به دا ستونزې پېښې نه شي، خو كه داسې تيت و پرك وو لكه دا اوس چې هم په اداره كې ستونزې دي او هم په ولس كې نو د دې پېښو انتظار بايد وباسو چې نورې هم رامنځته كېداى شي.))
د خوست د ولایتي شورا ریس عبدالولي واحدزي په دې خبري ناسته کې د کندهار د ورستي برید د غندنې ترڅنګ د میدان وردګو هغه پېښه هم وغندله چې د ملي اردو د کنډک له لوري د توغول شوي توغندي له امله نهه تنه ماشومان او تنکي ځوانان ووژل شول.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وویل، ټولې هغه پېښې چې ملکي افغانان ترې کړیږي، که له هر لوري کېږي د خواشیني او غندلو وړ دي او عاملینو ته یې د سزا ورکولو غوښتنه کوو: (( د خوست ولايتي شورا ټولې هغه كړنې چې د عامو مسلمانانو، بې ګناه وګړو، ځوانانو، ماشومانو او ښځو پر خلاف ترسره كېږي او د هغوى د وژلو، رنځېدلو او دردېدلو سبب كېږي په كلكه غندي، نه يوازې د د كندهار پېښه چې يوه بوږنوونكې پېښه وه، د ميدان وردګو پېښه بللكې په ميدان وردګو كې د يو توغندي له كبله چې زموږ نهه تنكي ماشومان په كې شهيدان شول او نورې پېښې چې د هېواد په هر ګوټ كې شوي، غندو.))
د روانې قوس (لیندۍ) میاشتې په ۱۳ مه د ميدان وردګ ولايت د سيداباد ولسوالۍ پر يوه جومات د ملي اردو د توغندي د لګيدو له امله لس ملکي وګړي ووژل شول او شپږ نور ټپيان شول.
دغه راز وسله والو د قوس(لیندۍ) په ۱۷ مه نېټه د کندهار د هوايي ډګر اړوند یو شمېر ودانیو باندې ډله ییز برید وکړ.
د دغه ډله ييز بريد په پايله کې د ملي اردو د سرتېرو په ګډون تر ٥٠ ډېر عام وګړي چې ښځې او ماشومان په کې شامل وو، ووژل شول او شاوخوا ٣٥ نور ټپيان شول.
دغه راز په دې بريد کې د ملکي خلکو ٣٥ دوکانونه، ١٥ کورونه، يو ښوونځى او شاوخوا ١٥ بېلابېل موټر هم ويجاړ او زيانمن شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA