د خوست چاوراکي وايي، لا هم د دې ولايت په يو شمېر ادارو كې د عوايدو فرار شته چې په اړه يې خورا اندېښمن شوي دي.
د همدې ستونزې د لرې كېدو لپاره پرون په خوست کې د ملګرو ملتونو استازوالۍ دفتر یوناما دوه ورځنۍ ورکشاپ جوړ کړی دی، چې نن به هم راون وي.
په جنوب ختیځ زون کې د يوناما د مطبوعاتي برخې مسوول دلاورخان وایي، له یاد ورکشاپ څخه یې موخه اقتصادي حکومتوالۍ ته پياوړتيا ور بخښل دي.
دلاور خان زياتوي، د ورکشاپ په لومړۍ ورځ د عوایدو د زیاتیدا او د فرار د مخینوي لپاره يې د مسوولو ادارو د لازمو هڅو ترسره کولو لپاره وړاندیزونه او پروړاندې یې د ننګونو څېړنه وه: (( دغه پروګرام، د يوناما دفتر په مالي ملاتړ جوړ شو، زموږ هدف دا و، چې څنګه وکولای شو؟ د عواید راټولولو پر وړاندې ستونزو معلومې کړو او د عوایدو د زیاتیدا په اړه مسوولې ادارې لا متوجې کړو.)) د خوست چاوراکي وايي، لا هم د دې ولايت په يو شمېر ادارو كې د عوايدو فرار شته چې په اړه يې خورا اندېښمن شوي دي.
د همدې ستونزې د لرې كېدو لپاره پرون په خوست کې د ملګرو ملتونو استازوالۍ دفتر یوناما دوه ورځنۍ ورکشاپ جوړ کړی دی، چې نن به هم راون وي.
په جنوب ختیځ زون کې د يوناما د مطبوعاتي برخې مسوول دلاورخان وایي، له یاد ورکشاپ څخه یې موخه اقتصادي حکومتوالۍ ته پياوړتيا ور بخښل دي.
دلاور خان زياتوي، د ورکشاپ په لومړۍ ورځ د عوایدو د زیاتیدا او د فرار د مخینوي لپاره يې د مسوولو ادارو د لازمو هڅو ترسره کولو لپاره وړاندیزونه او پروړاندې یې د ننګونو څېړنه وه: (( دغه پروګرام، د يوناما دفتر په مالي ملاتړ جوړ شو، زموږ هدف دا و، چې څنګه وکولای شو؟ د عواید راټولولو پر وړاندې ستونزو معلومې کړو او د عوایدو د زیاتیدا په اړه مسوولې ادارې لا متوجې کړو.))
د خوست د اقتصاد رئیس انجینر حمید شاه بيا وايي، په دوو برخو کې د عوایدو د فرار مخنیوی امکان لري.
دی وایې، لومړى باید ټولو کاروباریانو او کاروبارونو ته جوازونه وویشل شي او د ده په وينا په عين حال كې د خوست امنيتي ځواكونه هم د عوايدو د فرار په مخنيوي كې ځانګړى رول لري چې بايد په دې برخه كې مرسته ورسره وكړي: (( یوه ستونزه خو دا ده، چې هر بهرنی کارکوونکی یا اداره چې سوداګریز فعالیت پیلوي نو جواز نلري، دا په خپله دې ته لاره هواروي، چې عواید فرار وکړي او بل باید امنیتي ځواکونه له عواید لرونکو ادارو سره پوره همکاري وکړي چې د قاچاقي مالونو مخنیوی وشي.))
خو د خوست د مستوفیت ادارې د قردادونو مدیر نور محمد بيا وايي، له دوی سره یو شمېر نظامي او ملکي حکومتي ارګانونه همدا راز نړیوالې ادارې همکاري نه كوي، نو ځكه يې هر كال لسګونه ميليونه افغانۍ عوايد ضايع كېږي: ((ملي اردو یا ملي پولیس ستره قردادونه لري یا یو ان ایچ سي ار او نورې بهرنۍ موسسې، خو دوی موږ ته قردادونه نه لېږي کله چې استعلام ورته ولیږو، نو بیا ځواب هم نه راکوي، یو سلو نهه لکه افغانۍ زه خپله برخه کې عواید لرم، که چیرې د دوی قردادونه راته راشي نو زموږ عواید به دوه چنده شي.))
که څه هم په یاد ورکشاپ کې کومې ادارې د عوایدو د فرار ارقام وړاندې نه کړل خو د خوست والي حکم خان حبیبي وايي، دوی د خوست د عوايدو د زياتوالي لپاره په یوه مشخصه تګلاره کار کوي چې ځینې برخې یې عملي شوي او په پایله کې يې تر اوسه عوايد خورا لوړ شوي دي.
حبيبي دغه راز وايي، اداره يې د خوست د عوايدو د فرار د مخنيوي په اړه هم د نظارت يو جدي پلان تر كار لاندې لري چې ډېر وخت به ونه نيسي او د خوست د عوايدو فرار به هم ورسره په لنډ وخت كې راكم شي: ((زه دا منم چې د خوست د عواید لرونکو ادارو عواید اوس هم فرار کوي، خو موږ د دغو عوایدو د زیان د مخنیوي لپاره ډېرې هڅې کوو، موږ له عواید لرونکو ادارو او امنیتي ادارو چاوراکو سره پرلپسې غونډې لرو او هیچا ته اجازه نه ورکوو، چې د عوایو د ضایع کیدو لپاره زمینه برابره کړي.)
د خوست والي حکم خان حبيبي دغه راز زياته كړه، ولايتي اداره يې د تېرو كلونو د باقياتو په اړه هم يو پلان پلى كول غواړي چې له مخې به يې ټولې ادارې پر ځان اوښتي عوايد مستوفيت رياست ته تحويلوي او له دې وروسته به هره اداره مكلفه وي چې د عوايدو په اړه له اړوندو ادارو سره خپل معلومات شريك كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

