رپوټونه وايي، د سعودي عربستان جنګي الوتکو نن سهار د يمن پر پايتخت صنعا تازه بريدونه کړي، چې د يو شمېر کسانو د مرګ ژوبلې رپوټونه هم ورکړل شوي دي.
د يمن حوثي وسله والو ته نږدې سرچينو ويلي، چې سعودي الوتکو نن سهار د صنعا پر جبل عيبان او جبل عطان سيمو بمونه غورځولي دي.
حوثي وسله والو ويلي، چې سعودي الوتکو له نن سهار راهيسې څو ځلې پر صنعا سخته بمباري کړې ده. رپوټونه وايي، د سعودي عربستان جنګي الوتکو نن سهار د يمن پر پايتخت صنعا تازه بريدونه کړي، چې د يو شمېر کسانو د مرګ ژوبلې رپوټونه هم ورکړل شوي دي.
د يمن حوثي وسله والو ته نږدې سرچينو ويلي، چې سعودي الوتکو نن سهار د صنعا پر جبل عيبان او جبل عطان سيمو بمونه غورځولي دي.
حوثي وسله والو ويلي، چې سعودي الوتکو له نن سهار راهيسې څو ځلې پر صنعا سخته بمباري کړې ده.
د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي ايتلاف غړي هېوادونه غواړي، چې په يمن کې تښتېدلى جمهور رئيس عبد ربه منصور هادي بېرته واک ته ورسوي، خو له تېر يو کال راهيسې ايران پلوه شعيه حوثي وسله والو د يمن ډېرى سيمې په خپله ولکه کې راوستې دي.
د يمن د کړکېچ له پيل راهيسې تر اوسه په دغه هېواد کې نږدې اووه نيم زره کسان وژل شوي او ۱۴ زره نور ټپيان شوي دي.


