د سولې خبرو د بیا پيلولو پر سر د پاکستان بیا بیا ټينګار او د ترهګرو او مخالفانو په اړه له پاکستان سره د افغانستان نوي تفاهم که څه هم یو لړ خوشبینۍ رامنځته کړې، خو په کار ده چې دغه پروسه لکه څنګه چې د لوړپوړو چارواکو په څرګندونو کې اورېدل کېږي ډېره ځنډنۍ نه شي.
د اسیا زړه په کنفرانس کې د جمهور رییس محمداشرف غني ګډون او د افغانستان د سولې او ثبات په اړه د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره يې خبرې او ژمنې اخستل د سولې په لور یو داسې ګام دی چې د پاکستان رښتينولي هغه ډاډمنولای شي.
په دې سفر کې پاکستان ژمنه کړې چې د افغان وسله وال مخالفان له افغان دولت سره خبرو ته کينوي او که چېرته کومه ډله هم د دې پروسې مخالفت وکړ نو په ښکاره به خپل مخالف ورسره څرګندوي او ځپي به يې.

وروسته له هغه چې میاشت دوه مخکې د پاکستان صدراعظم نوازشریف په امریکا کې د واشنګټن له چارواکو سره وویل چې دوی په یو وخت نه شي کولای چې افغان وسله وال مخالفان هم خبرو ته وهڅوي او هم هغوی وځپي، په افغاني ټولنه کې د پاکستان د سیاستونو په وړاندې د ټول افغان ولس غبرګون راوپاراوه او دا انګېرنه رامنځته شوه چې پاکستان د سولې د خبرو له مسالې نه د خپلو موقتي ګټو لپاره استفاده کوي او افغان ثبات ته هيڅ ډول ژمنتيا ته غاړه نه ږدي.
افغان ملي وحدت حکومت هم چې د خپلې کاري دورې له پیله د پاکستان دغه دریځ چې په پاکستاني خاوره کې میشت مخالفانو ته څه نه وايي او هغوی هلته مرکزونه لري او ازاد تګ راتګونه لري، تر انتقاد لاندې نیوه، د شریف تر دغو څرګندونو وروسته د پاکستان پر ژمنو بې باوري پیدا کړه او دا موضوع رامطرح شوه چې پاکستان له افغانستان سره په نااعلان شوې جګړه بوخت ده.
دغو دریځونو د سولې او ثبات په نسبت رامنځته شوې خوشبینۍ له منځه یوړې. که څه پاکستان، امریکا ته د نوازشریف تر سفر وروسته اعلان وکړ چې که افغان دولت وغواړي نو مخالفانو مخامخ خبرو ته ورسره کېنوي، خو د خپلو چارواکو د تېرو نامسوولانه خبرو په نسبت يې دا باور ټکنی څرګندېده او دا باور رامنځته شو چې پآکستان اصلا د افغان سولې او ثبات بهیر ته ژمن نه دی او يوازې د خپلو ګټو په لټه کې دی.
د اسیا زړه کنفرانس په درشل کې دا خوشبیني چې ښايي پاکستان له خپلو هغو دریځونو به شا شي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات مخه نیولای شي، رامنځته کړه.
له لویه سره په تېر وخت کې د افغانستان د ثبات په نسبت د پآکستان له خوا د ناسمو دريځونو خپلو او پخپلو ژمنو نه درېدلو، د هغه هیواد په نسبت شک او تردیدونه رامنځته کړي دي. که دا ځل پآکستان په رښتني توګه د افغان سولې په اړه خپلې کړې نوې ژمنې عملي کړي، ښايي تر یو مهاله پورې دغه باور پوخ شي چې د سولې بهیر یو مثبت ټکي رسیدلی شي.
دغه هیله له دې هم راڅرګندېږي چې د افغانستان یو شمېر نور لرې او نږدې ګاونډیانو هم په دې نسبت سم دريځ څرګند کړی دی.
جمهور رییس غني، نن د ټاپي پروژې د پرانيستنې په مراسمو کې د ګډون لپاره په دوه ورځني رسمي سفر ترکمنستان ته روان شو. د ټاپي د ګازو د نل ليکې پروژې په مرسته د ترکمنستان ګاز د افغانستان او پاکستان له طريقه هند ته رسول کېږي. دا هغه پروژه ده چې له نویمو کلونو راهيسې يې د پیلو خوشبیني شته خو هر ځل د ناامنيو له کبله پیلول يې په ټپه درېږي.
دا هغه پروژه ده چې څو لوريزې اقتصادي ګټې په کې نغښتې او کولای شي چې تطبیق يې په يو ډول په افغانستان کې د سولې سبب وګرځي. له بل لوري د افغان سولې په اړه د ترکمنستان د جمهور رییس دا څرګندونې چې دوی چمتو دي چې د ملګرو ملتو تر چتر لاندې د افغان سولې کوربه توب وکړي، دا هیله پیدا کوي چې حد اقل د سولې په نسبت یوه ګډه سیمه ييزه هوکړه رامنځته کېدونکې ده.
د ټاپي پروژې پیليدل او د سولې د خبرو لپاره ژمنتياوې کولای شي چې د یو وخت په فاصله کې افغان سوله تظمین کړي. ځکه افغان سوله که له یوې له سیاسي نړیوال فشار سره تعلق لري له بل لوري له اقتصادي ګټو سره هم پیوند لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ