په سعودي عربستان کې په لومړي ځل د دغه هېواد په تاريخ کې ښځې په رايه وركولو کې برخه اخلي.
سلګونو ښځو د سعودي عربستان په ټاکنيزو سياليو کې برخه اخيستې او خپل ټاکنيز کمپاين يې ترسره کړى دى.
که څه هم سعودي حکومت ښځينه كانديدانو ته په واټونو کې د خپلو عکسونو په نصبولو بنديز لګولى او ورته سپارښتنه شوې، چې تر ټاکنو دوه اونۍ وړاندې به خپل ټاکنيزې منډې ترړې دروي او له هېچا سره د مرکې کولو اجازه نه لري، نو په همدې خاطر سعودي ښځو خپل ټاکنيز کمپاين د ټولنيزو رسنيو له لارې پر مخ وړى دى.
دغه ټاکنې د سعودي عربستان په ټولو ښارونو کې د ښاروالۍ اړوند چوکيو لپاره ترسره کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ