ads

حوثيان له سعودي څخه د پنځو پوستو نيولو ادعا كوي

رپوټونه وايي، د حوثي وسله والو توغندويي بريدونه د سعودي عربستان په داخل کې دوام لري، چې له کبله يې ګڼو سعودي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د الميادين خبري شبکې د رپوټ له مخې، حوثي وسله والو ادعا کړې، چې په تېرو څو ورځو کې يې له سعودي عربستان څخه بجحفان سيمه کې پنځه […]

نویسنده: TKG
21 لیندۍ 1394
حوثيان له سعودي څخه د پنځو پوستو نيولو ادعا كوي

رپوټونه وايي، د حوثي وسله والو توغندويي بريدونه د سعودي عربستان په داخل کې دوام لري، چې له کبله يې ګڼو سعودي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د الميادين خبري شبکې د رپوټ له مخې، حوثي وسله والو ادعا کړې، چې په تېرو څو ورځو کې يې له سعودي عربستان څخه بجحفان سيمه کې پنځه پوستې نيولې دي.
په رپوټ کې راغلي، چې په جيزان ولايت کې د حوثي وسله والو په توغندويي بريد کې د سعودي دوه سرتېري وژل شوي دي. رپوټونه وايي، د حوثي وسله والو توغندويي بريدونه د سعودي عربستان په داخل کې دوام لري، چې له کبله يې ګڼو سعودي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د الميادين خبري شبکې د رپوټ له مخې، حوثي وسله والو ادعا کړې، چې په تېرو څو ورځو کې يې له سعودي عربستان څخه بجحفان سيمه کې پنځه پوستې نيولې دي.
په رپوټ کې راغلي، چې په جيزان ولايت کې د حوثي وسله والو په توغندويي بريد کې د سعودي دوه سرتېري وژل شوي دي.
د يمن سبا خبري اژانس د رپوټ له مخې، حوثي وسله والو په سمندر کې د سعودي عربستان يوه جنګي بېړۍ هم په توغنديو ويشتې او ويجاړه کړې يې ده، خو تر اوسه خپلواکو رسنيو د حوثي وسله والو د دغې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.
سعودي عربستان او متحدينو يې له تېرې مارچ مياشتې راهيسې پر حوثي وسله والو ځمکني او هوايي بريدونه پيل کړي، چې تر اوسه پکې ګڼو ملکي او نظامي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سعودي عربستان غواړي د يمن تښتېدلى جمهور رئيس عبد ربه منصور هادي بېرته د واک پر ګدۍ کېنوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA