د ننګرهار لوړو پوړو دولتي او نظامي چارواکو اچین ولسوالۍ ته د سفر پرمهال هلته د داعش وسلوالو پرضد د عملیاتو د دوام خبر ورکړ او دغه راز یې له ولسونو سره هم د امنیت د تامین ژمنه وکړه.
دوی د سه شنبې په ورځ د والي سلیم کندوزي په مشرۍ سیمې ته ورغلل او هلته یې له ولسي خلکو سره په یوه امنیتي غونډه کې ګډون وکړ.
د ننګرهار والي سلیم کندوزي له ولسونو سره ژمنه وکړه، چې په ولسوالۍ کې به د تړل شویو ښوونځیو او کلینکونو دروازې بیرته پرانستل کیږي او دغه راز یې ژمنه وکړه، چې د داعش وسلوالو پرضد پیل شوي عملیات به دوام لري د ننګرهار لوړو پوړو دولتي او نظامي چارواکو اچین ولسوالۍ ته د سفر پرمهال هلته د داعش وسلوالو پرضد د عملیاتو د دوام خبر ورکړ او دغه راز یې له ولسونو سره هم د امنیت د تامین ژمنه وکړه.
دوی د سه شنبې په ورځ د والي سلیم کندوزي په مشرۍ سیمې ته ورغلل او هلته یې له ولسي خلکو سره په یوه امنیتي غونډه کې ګډون وکړ.
د ننګرهار والي سلیم کندوزي له ولسونو سره ژمنه وکړه، چې په ولسوالۍ کې به د تړل شویو ښوونځیو او کلینکونو دروازې بیرته پرانستل کیږي او دغه راز یې ژمنه وکړه، چې د داعش وسلوالو پرضد پیل شوي عملیات به دوام لري: (( زموږ بچيان بايد بېرته خپلو ليسو ته راشي، د ۲ زره كسانو لپاره قرطاسيه، تختۍ او د مكتب د فعالولو هر څه وسايل مو ځان سره راوړي، د روغتيايي مركزونو لپاره دوا ا و امكانات هم شته تر څو هغه بېرته فعال كړو، د انكشاف دهات رئيس ، د زراعت رئيس، د فوايد عامې رئيس، اداري رئيس، قبايلو رئيس، صحت عامې رئيس دا ټول مې د دې لپاره راوستي او دوى ته وظيفه وركول شوې چې په اچين ولسوالۍ كې په اړوندو برخو كې له خلكو سره مرسته وكړي.))
غونډې ته په وينا كې د ننګرهار امنیه قوماندان پاسوال فضل احمد شیرزاد وویل، چې په اچین کې د داعش جګړه د څو وسله والو كار نه دى، بلکې دا جګړه د سیمې د استخباراتو او په ځانګړي ډول د پاکستان د پوځ او استخباراتي شبکې (ISI) په ملاتړ تنظیم شوې وه: (( هغه څه چې موږ يې په سترګو وينو، هغه څه چې عملا موږ له دوى سره مواجه يوو، دا د ډيورنډ له كرښې اخوا، دا د پاكستان د اى ايس اى، د هغو د استخباراتو، د هغوى په لمسون، د هغوى په تجهيز، د هغوى په كومك دا جنګ مخته بيول كېږي.))
د ننګرهار د ملي امنیت رییس داد محمد حریفي بيا وویل، د داعش وسله والو هغه پلان یې چې د ټولو ننګرهار د نیولو په اړه یې درلود یوازې تر اچین محدود کړ او ډاډ یې ورکړ، چې تر راتلونکو څلورو ورځو به له اچینه هم داعش ختم شي: (( د دوى هغه لوى پلانونه او برنامې چې غوښتل يې ټول مشرقي زون، د ننګرهار ټولې ولسوالۍ تر خپل تصرف لاندې راولي او بالاخره د خپل شميشر ظرف حتى مركز او مركزي ولايتو ته ور وښيي، ستاسې د امنيتي ځواكو په ايثار او قربانۍ او د دغو سربازانو په سرښندنه باندې دا پلانونه مات شول.))
په ننګرهار کې د ملي اردو د څلورمې پلې لیوا قوماندان برید جنرال محمد نسیم سنګین وویل، چې په اچین کې د داعش پر ضد پیل شویو عملیاتو له پيل تر اوسه ۶۱۳ داعش وسلوال وژل شوي، ۳۳۰ تنه نور یې ټپيان او ۳ تنه یې ژوندي نیول شوي دي: (( ۶۱۳ نفر يې په لومړۍ او دوهمه مرحله عملياتو كې له منځه ولاړل، ۳۳۰ تنه يې ټپيان دي، ۳ تنه اوركزيان چې پاكستانيان وو، موږ ژوندي ونيول.))
د یادولو وړ ده، چې د امنیتي او دولتي چارواکو د دغه سفر پرمهال د ننګرهار د ولایتي شورا او په ولسي جرګه کې د دغه ولایت یو شمیر استازي هلته ورغلي وو.


