ads

پاكستان جمهور رئيس غني ته د ۲۱ توپونو سلامي وركړه

جمهور رئيس اشرف غني شاوخوا نيم ساعت وړاندې د پاكستان چكلاله پوځي هوايي ډګر كې د اسيا د زړه كنفرانس دوهمې ورځې غونډې ته د وينا لپاره كېوتى دى.د جمهور رئيس مخې ته د هركلي لپاره پخپله نواز شريف ، د پاكستان دفاع وزير خواجه اصف، د پاكستان د سفيرانو وزير عبدالقادر بلوچ، طارق فاطمي […]

نویسنده: TKG
18 لیندۍ 1394
پاكستان جمهور رئيس غني ته د ۲۱ توپونو سلامي وركړه

جمهور رئيس اشرف غني شاوخوا نيم ساعت وړاندې د پاكستان چكلاله پوځي هوايي ډګر كې د اسيا د زړه كنفرانس دوهمې ورځې غونډې ته د وينا لپاره كېوتى دى.
د جمهور رئيس مخې ته د هركلي لپاره پخپله نواز شريف ، د پاكستان دفاع وزير خواجه اصف، د پاكستان د سفيرانو وزير عبدالقادر بلوچ، طارق فاطمي او د نواز شريف مهم ملكي مشاور جنرال ناصر جنجوعه او نور پوځي مشران ورغلي دي.

پااكستان د هركلي په مراسمو كې اشرف غني ته د يوويشت توپونو سلامي هم وركړه او څو شيبې وروسته به غني د اسيا زړه كنفرانس ځاى ته ورسېږي.
جمهور رئيس غني به نن له نواز شريف سره د اسيا د زړه كنفرانس رسمي پرانيسته وكړي او له طالبانو سره د سولې د خبرو د بيا پيل په اړه به هم له پاكستانه رښتينې همكاري وغواړي.
د اسيا زړه كنفرانس د افغانستان د امنيت او ثبات په اړه د بحثونوو پنځم كنفرانس دى چې د څوارلس هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران به په كې ګډون وكړي.
دغه كنفرانس ته له هنده د بهرنيو چارو وزيره سوشما سوراج هم ور رسېدلې او د سيمې د امنيت په اړه به نن له نواز شريف سره ځانګړې كتنه ولري.
جمهور رئيس غني به هم نن د اسيا زړه کنفرانس کې پر  ګډون او وينا سربېره په ياد کنفرانس کې د ګډون کوونکو هېوادونو له بهرنيو چارو وزيرانو او استازو سره هم جلا جلا کتنې ولري.
د سرچينې په وينا، د هېواد جمهور رئيس به د سفر په جريان کې د افغانستان، پاکستان او امريکا په درې اړخيزه او د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا په څلور اړخيزه ناستو کې هم ګډون وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA