په خوست ولايت كې ولس ته د چارواكو لخوا د حساب وركولو د لړۍ په پيل شوه چې په لومړي سر كې يې د خوست د پوهنې رئيس او د شيخ زايد پوهنتون سرپرست خپل كاري راپورونه پرون په يوه غونډه كې وړاندې كړل.
په غونډه كې د شيخ زاید پوهنتون سرپرست رئيس مجیب الرحمن کریمي وويل، د محصلینو د عملي کچې د لوړولو لپاره یې په بیلابیلو برخو کې کارونه ترسره کړي او ځینې چارې يې لا هم روانې دي.
د ده په خبره غواړي چې د پوهنتون اوسنی تدریسي بهير يوازې استاد محوره دى خو دى غواړي چې دا سیستم محصل محوره كړي تر څو دې يې د زده كړيز سيستم په برخه كې د استاد په پرتله د محصل رول زيات او مؤثر ثابت شي په خوست ولايت كې ولس ته د چارواكو لخوا د حساب وركولو د لړۍ په پيل شوه چې په لومړي سر كې يې د خوست د پوهنې رئيس او د شيخ زايد پوهنتون سرپرست خپل كاري راپورونه پرون په يوه غونډه كې وړاندې كړل.
په غونډه كې د شيخ زاید پوهنتون سرپرست رئيس مجیب الرحمن کریمي وويل، د محصلینو د عملي کچې د لوړولو لپاره یې په بیلابیلو برخو کې کارونه ترسره کړي او ځینې چارې يې لا هم روانې دي.
د ده په خبره غواړي چې د پوهنتون اوسنی تدریسي بهير يوازې استاد محوره دى خو دى غواړي چې دا سیستم محصل محوره كړي تر څو دې يې د زده كړيز سيستم په برخه كې د استاد په پرتله د محصل رول زيات او مؤثر ثابت شي: (( د پوهنتون او درسي چاپېريال د لا مؤثريت او ښه والي په موخه چې اوس د ليكچر او چپتر سيستم دى او استاد په صنف كې ۸۰ فيصده ونډه اخلي او محصل ۲۰ فيصده، خو غواړو دا بدل كړو، اوس مو يو پروګرام پر لاره دى چې محصل بايد تر استاد ډېر كار وكړي، استاد به لارښود او يوازې رهنما وي يوازې به پريزنټيشن وركړي، په دې سره كولى شو چې د محصل ظرفيت را ښه او لوړ كړو.))
بلخوا د خوست د پوهنې رئیس بخت نور بختیار بيا د خپل كلني كاري راپور په وړاندې كولو وويل، د پوهنيز بهير د پياوړتيا په خاطر يې د هڅو له بركته د تېر په پرتله د ښوونځيو د زده كوونكو شمېر څو چنده زيات شوى، خو دا چې د ښوونځيو او زده كوونكو درسي كيفيت ټيټ دى، نو د ده په وينا دا بيا د ټول افغانستان ستونزه ده چې د وركولو لپاره يې په ګړنديتوب كار روان دى: (( كميت لوړ دى، كيفيت ټيټ دى دا منم، خو دا يوازې د خوست ستونزه نه ده په نورو ولايتونو كې هم دى، تېر كال زموږ ۵۷ فيصده، په ۹۲ كال كې ۷۸ فيصده او په ۹۱ كال كې ۵۵ زده كوونكي پوهنتون ته تللي او سږ كال هم هيله لرو چې دا فيصدي له پنځوسو لوړه وي.))
ټاکل شوې چې د دې لړۍ په ترڅ كې د خوست د بیلابیلو ادارو رئیسان د خپلو ترسره کړو کړنو ګزارش وړاندې او راتلونکي پلانونه په ډاګه کړي.
د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان په دې اړه وايي، د ادارو د مسوولینو له لوري د حساب ورکولو لړۍ د کارونو د شفافیت او روڼتیا په موخه ترسره کیږي.
د ده په خبره، دا چاره مرسته كوي چې ولس د اړونده مسوولینو له كاري راپور اورېدلو تر څنګ له نويو پلانونو هم خبر او په اړه يې قضاوت وكړي: (( ارزونه يې ستاسو په لاس كې ده، په پارچه كې د نومرو وركړه هم ستاسې په لاس كې ده، دا په دې معنا چې معلومه شي كوم رئيس د دې وړتيا لري چې په اړوند رياست كې خدمت ته ادامه وركړي او كوم يو بايد خپل ځاى بل ته پرېږدي، همدا راز معلومه شي چې زموږ د خوست ميشتو په عملي ژوند كې كوم مشكلات حل شوي او څومره تغير يې په ژوند كې راغلى دى.))
د خوست د پوهنې او لوړو زده كړو د سكټورونو مسوولين په داسې حال کې ولس ته د حساب ورکولو لپاره حاضریږي چې له دې وړاندې هم خلکو د دغې برخې د کیفیت په ښه والی ټینګار کړی او د اړونده مسوولینو پام وراړولو غوښتنه یې کړې ده.


