جمهور رئيس غني د آسيا زړه كنفرانس ته د وينا پر مهال په افغانستان كې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره په سيمه ييزې همكارۍ ټينګار وكړ.
د آسيا زړه كنفرانس په اسلام آباد كې جوړ شو چې افغان جمهور رئيس محمداشرف غني او د پاكستان صدراعظم نوازشريف د هغه په دويمه ورځ خبرې وكړې.
افغان جمهور رئيس په دې كنفرانس كې وويل، هر كله چې هيواد يې نا امن وي نو ټوله سيمه به ناامنه وي: ((افغانستان د آسيا زړه دى، هر كله چې ناامن وي نو نورې سيمې به هم په امن نه وي، او هر كله چې آرام او امن وي نو سيمه به هم په امن وي.))
جمهور رئيس اشرف غني په عين حال كې زياته كړه چې ، تروريزم يوه سيمه ييزه ستونزه ده او په وينا يې سيمه ييز هيوادونه بايد د هغه پرضد په ګډه مبارزه وكړي. جمهور رئيس غني د آسيا زړه كنفرانس ته د وينا پر مهال په افغانستان كې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره په سيمه ييزې همكارۍ ټينګار وكړ.
د آسيا زړه كنفرانس په اسلام آباد كې جوړ شو چې افغان جمهور رئيس محمداشرف غني او د پاكستان صدراعظم نوازشريف د هغه په دويمه ورځ خبرې وكړې.
افغان جمهور رئيس په دې كنفرانس كې وويل، هر كله چې هيواد يې نا امن وي نو ټوله سيمه به ناامنه وي: ((افغانستان د آسيا زړه دى، هر كله چې ناامن وي نو نورې سيمې به هم په امن نه وي، او هر كله چې آرام او امن وي نو سيمه به هم په امن وي.))
جمهور رئيس اشرف غني په عين حال كې زياته كړه چې ، تروريزم يوه سيمه ييزه ستونزه ده او په وينا يې سيمه ييز هيوادونه بايد د هغه پرضد په ګډه مبارزه وكړي.
نوموړى دغه راز وايي، طالبان هم په لومړي سر كې يوه افغاني پديده وه خو په وينا يې اوس هغوى هم د سيمې په كچه خپل فعاليت كوي.
جمهور رئيس زياتوي، د هغه ډلو چې د افغان دولت پرضد اوس جنګيږي ډيرى جنګيالي يې له روسيې او منځنۍ آسيا څخه افغانستان ته راغلي چې په خبره يې بايد په اړه يې جدي مبارزه وشي: ((د عمل د پروګرام پربنسټ چې جناب صدراعظم نواز شريف هغه په سيمه او د كرښې دواړو خواو ته له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره وړاندې كړى، د هغه لومړى ګام له تروريستي ډلو لكه القاعدې او داعش سره مبارزه ده، هغه ډلې چې له نورو هيوادونو لكه روسيې، ازبكستان او تاجكستان څخه زموږ خاورې ته راځي.))
خو په همدې حال كې د پاكستان صدراعظم نوازشريف په خپلو خبرو كې د افغانستان له سولې څخه ملاتړ اعلان كړ او د افغانستان دښمن يې د پاكستان دښمن وباله.
نوازشريف زياته كړه، دى له نړيوالې ټولنې څخه هم غواړي چې د سولې په برخه كې له افغان حكومت څخه ملاتړ وكړي.
د پاكستان صدراعظم نواز شريف دغه راز وايي، سيمه ييز هيوادونه بايد له داعش سره د مبارزې په برخه كې په خپلو منځ كې همغږي او همكاري ولري: ((تروريزم يوه سيمه ييزه ستونزه ده او د دې اړتيا ده چې د سيمې هيوادونه د هغه پرضد په ګډه مبارزه وكړي. حقيقت دا دى چې طالبان په لومړي سركې يوه افغاني پديده وه خو اوس په يوه سيمه ييزه پديده بدل شوي دي، په پېښور كې په ښوونځي د هغوى بريد او د بې ګناه ماشومانو وژل په دې باندې څرګند دليل دى.
له هغه وخت څخه چې پاكستاني ځواكونو د هغوى پرضد په پېښور كې عمليات پيل كړل نو ټولې دغه ډلې زموږ خواته مخ وګرځاوه.))
خو د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، جمهور رئيس بايد د آسيا زړه كنفرانس ګډونوالو ته په افغانستان كې د پاكستان د لاسوهنو په اړه اسناد او شواهد وړاندې كړي وى.
د دې جرګې غړى فرهاد صديقي وايي، يا به جمهور رئيس په همغه خپل تصميم چې ويل يې په دې كنفرانس كې ګډون نه كوي پاتى شوى و او چې بيا يې ګډون وكړ نو بايد بيا يې نړيوالو ته په اسنادو ښوولې وى چې پاكستان په افغانستان كې لاسوهنې كوي.
نوموړى زياتوي چې د آسيا زړه په كنفرانس كې جمهور رئيس د امريكا او بريتانيا د فشار له كبله ګډون وكړ: (( په اول قدم كې خو بايد ووايم چې جمهور رئيس غني مخكې ويلي وو د اسيا زړه په دغه كنفرانس كې ګډون نه كوي، بايد په خپل قول ولاړ واى او بايد پريښى يې واى چې دا كنفرانس د افغانستان له ګډون پرته تېر شوى و، تر څو نړۍ هم په دې پوهېدلې واى چې پاكستان رښتيا هم د افغانستان په ناامنيو كې ښكېل دى، دوهمه خبره دا ده چې جمهور رئيس بايد شواهد او اسناد چې نه يوازې كشفي ارګانونو ته مو بلكې ټولو خلكو ته واضحه ده چې پاكستان په افغانستان كې صريحه مداخله لري، په افغانستان كې د تروريزم تمويلوونكي پاكستانيان دي دا يې بايد نړۍ ته ښودلې واى، اوس خو زه فكر كوم چې رئيس جمهور د نړيوالې ټولنې نه بلكې د امريكا او بريټانيا د فشار له كبله هلته تللى، د بريټانيا صدراعظم ورته زنګ وهلى او دوى كوم استقلاليت نه لري نو ځكه د نورو په دستور دغه كنفرانس ته ورغى.))
د آسيا زړه كنفرانس چې د استانبول پروسه هم ورته وايي د سې شنبې او چارشنبې په ورځو په پاكستان كې جوړ شو چې شاوخوا د لسو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو پكې ګډون كړى و او موضوع يې هم په سيمه او افغانستان كې امنيتي ستونزې وې.


