ads

ټرمپ: مسلمانان بايد تر يو وخته امريكا ته پرېنښودل شي

د جمهوري رياست ټاكنو ته د امريکا جمهوريت غوښتونکي ګوند لخوا كانديد ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، په کار ده چې د موقت وخت لپاره امريکا ته د مسلمانانو د ور داخلېدو مخه ونيول شي.د هغه په وينا، دغه غوښتنه يې ځکه مطرح کړې، چې يو شمېر مسلمانان له امريکايانو کرکه لري.نوموړى […]

نویسنده: TKG
17 لیندۍ 1394
ټرمپ: مسلمانان بايد تر يو وخته امريكا ته پرېنښودل شي

د جمهوري رياست ټاكنو ته د امريکا جمهوريت غوښتونکي ګوند لخوا كانديد ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، په کار ده چې د موقت وخت لپاره امريکا ته د مسلمانانو د ور داخلېدو مخه ونيول شي.
د هغه په وينا، دغه غوښتنه يې ځکه مطرح کړې، چې يو شمېر مسلمانان له امريکايانو کرکه لري.
نوموړى زياتوي، په دې حالت کې په امريکا کې د ترهګريزو بريدونو وېره ورسره زياتېږي.
د جمهوريت غوښتونکي ګوند دغه ميلياردر كانديد په تېره کې هم د خپلو ټاکنيزو هلو ځلو په مهال د مسلمانانو په وړاندې دا ډول څرګندونې کړې دي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA