عراقي حكومت تركيې ته ضرب الاجل وركړى چې د نن ورځې تر پايه خپل ټول ځواکونه د دې هېواد له شمالي برخې وباسي او که نه نو د بغداد حكومت به د ا موضوع به د ملګروملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي.
د عراق صدراعظم حیدرالعبادي وویل؛ ترکي ځواکونه د بغداد له اجازې پرته عراق ته ننوتي او د نن ورځې ترختمېدو باید ووځي. عراقي حكومت تركيې ته ضرب الاجل وركړى چې د نن ورځې تر پايه خپل ټول ځواکونه د دې هېواد له شمالي برخې وباسي او که نه نو د بغداد حكومت به د ا موضوع به د ملګروملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي.
د عراق صدراعظم حیدرالعبادي وویل؛ ترکي ځواکونه د بغداد له اجازې پرته عراق ته ننوتي او د نن ورځې ترختمېدو باید ووځي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولوت چاوش اوغلو پرون وویل چې انقرې د ډسمبر په درېیمه د عراق شمالي ښار موصل ته پوځي ځواکونه د دې لپاره واستول، چې هلته له مخکې د ځای پرځای شویو ترکي پوځیانو ځای ونیسي او هم یې امنیت خوندي کړي.
موصل د ۲۰۱۴ کال له دوبي راهیسې د داعش وسله والې ډلې په ولکه کی دی.


