ads

د بريټانيا لومړي وزير د سيلابونو له كبله بيړنۍ ناسته وربللې

د بريتانيا په شمال کې د سختو بارانونو له كبله د سېلابونو د راوتلو لړۍ په دوام د دغه هېواد لومړي وزير په لندن کې بېړنۍ ناسته رابللې ده.د بريتانيا په شمال لوېديځو سيمو کې له تېرو څو ورځو راهيسې د سخت باران له كبله سېلابونه راوتلي، چې سلګونه کورونه اوبو لاندې کړي او ژغورونکي […]

نویسنده: TKG
17 لیندۍ 1394
د بريټانيا لومړي وزير د سيلابونو له كبله بيړنۍ ناسته وربللې

د بريتانيا په شمال کې د سختو بارانونو له كبله د سېلابونو د راوتلو لړۍ په دوام د دغه هېواد لومړي وزير په لندن کې بېړنۍ ناسته رابللې ده.
د بريتانيا په شمال لوېديځو سيمو کې له تېرو څو ورځو راهيسې د سخت باران له كبله سېلابونه راوتلي، چې سلګونه کورونه اوبو لاندې کړي او ژغورونکي هڅه کوي،چې ځپل شويو سيمو څخه خلک خوندي ځايونو ته انتقال کړي. د بريتانيا په شمال کې د سختو بارانونو له كبله د سېلابونو د راوتلو لړۍ په دوام د دغه هېواد لومړي وزير په لندن کې بېړنۍ ناسته رابللې ده.
د بريتانيا په شمال لوېديځو سيمو کې له تېرو څو ورځو راهيسې د سخت باران له كبله سېلابونه راوتلي، چې سلګونه کورونه اوبو لاندې کړي او ژغورونکي هڅه کوي،چې ځپل شويو سيمو څخه خلک خوندي ځايونو ته انتقال کړي.
په همدې حال کې له لندن څخه سکاټلنډ ته د تلونکو اورګاډو سفر هم ځنډول شوى او د سيمې خلکو ته د نورو سېلابونو راوتلو خبردارى وركړل شوى دى.
له ډېرو سيمو کې برېښنا پرې شوې، په يو شمېر روغتونونو کې هم د برېښنا نشتوالي له كبله ګڼې ستونزې راولاړې شوې دي.
د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کامرون د سېلابي حالت معلومولو لپاره په لندن کې بېړنۍ ناسته رابللې ده.
تر اوسه د احتمالي تلفاتو په اړه څه نه دي ويل شوي، خو د ميليونونو ډالرو مالي زيانونو يادونه شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA