ads

پېښور كې اور لګېدنه، د يوې كورنۍ ۴ غړي مړه

د خيبر پښتونخوا ايالت په مرکز پېښور کې د اور لګېدنې له كبله څلور تنه وژل شوي دي.پاکستاني رسنيو د ځايي چارواکو له قوله ويلي، اور د پېښور په جاني خېلو سيمه کې تېره شپه په يو کور کې لګېدلى و، چې له كبله يې د يادې کورنۍ څلور غړي د اور د لمبو خوراک […]

نویسنده: TKG
16 لیندۍ 1394
پېښور كې اور لګېدنه، د يوې كورنۍ ۴ غړي مړه

د خيبر پښتونخوا ايالت په مرکز پېښور کې د اور لګېدنې له كبله څلور تنه وژل شوي دي.
پاکستاني رسنيو د ځايي چارواکو له قوله ويلي، اور د پېښور په جاني خېلو سيمه کې تېره شپه په يو کور کې لګېدلى و، چې له كبله يې د يادې کورنۍ څلور غړي د اور د لمبو خوراک شوي، چې دوه پکې د نهو او يوولسو کلونو ماشومان دي.
پوليسو ويلي، د ياد کور په يوه خونه کې د لرګيو ايښودو له كبله اور لګېدنه رامنځته شوې، چې کور هم په بشپړ ډول سوځېدلى دى.
سيمې ته په رسېدو سره د اور وژنې عمله توانېدلې، چې اور ژر كابو كړي. د خيبر پښتونخوا ايالت په مرکز پېښور کې د اور لګېدنې له كبله څلور تنه وژل شوي دي.
پاکستاني رسنيو د ځايي چارواکو له قوله ويلي، اور د پېښور په جاني خېلو سيمه کې تېره شپه په يو کور کې لګېدلى و، چې له كبله يې د يادې کورنۍ څلور غړي د اور د لمبو خوراک شوي، چې دوه پکې د نهو او يوولسو کلونو ماشومان دي.
پوليسو ويلي، د ياد کور په يوه خونه کې د لرګيو ايښودو له كبله اور لګېدنه رامنځته شوې، چې کور هم په بشپړ ډول سوځېدلى دى.
سيمې ته په رسېدو سره د اور وژنې عمله توانېدلې، چې اور ژر كابو كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA