په داسې حال كې ده، چې كابل ښاريان د دې ښار د هوا له ككړتيا شكايت كوي، د افغانستان د نورم او سټنډرډ ملي ادارې چارواكي اندېښنه څرګندوي، چې ښايي هغه نفتي مواد، چې په قاچاقي ډول هېواد ته راوړل كېږي او يا د دوى له ارزونې پرته كارول كېږي، چاپېريال ته زيان ورسوي.
د دوى په وينا، هېواد ته د واردېدونكو نفتي موادو يوازې يو پر درېيمه برخه يې دوى ارزوي. په داسې حال كې ده، چې كابل ښاريان د دې ښار د هوا له ككړتيا شكايت كوي، د افغانستان د نورم او سټنډرډ ملي ادارې چارواكي اندېښنه څرګندوي، چې ښايي هغه نفتي مواد، چې په قاچاقي ډول هېواد ته راوړل كېږي او يا د دوى له ارزونې پرته كارول كېږي، چاپېريال ته زيان ورسوي.
د دوى په وينا، هېواد ته د واردېدونكو نفتي موادو يوازې يو پر درېيمه برخه يې دوى ارزوي.
د يادې ادارې د ارزونې د برخې يو مسوول محمد وسيم قريشي كليد ته وويل، ايساف ځواكونو ته هم د معافي په نوم نفتي مواد راواردېږي، چې هغه هم ښايي بې كيفيته وي او چاپېريال زيانمن كړي: (( لويه اندېښنه په دې برخه كې ده چې معافي سند لري دوى ايساف قواو ته د نفتي مواد لېږدوي، دوى له ايساف سره قراردادونه لري او متاسفانه چې دوى له ماليې څخه هم معاف دي، دلته له ماليې څخه د فرار يوه زمينه هم محسوسه ده، دوى د كيفيت د ټيسټ لپاره نه حاضرېږي، دوى بايد د اړونده ارګانونو سرحدي پوليسو، ګمركاتو، د وزارت تجارت له لوري دوى بايد ټيسټ ته راجع شي چې موږ يې د تېلو د كيفيت له ټيسټ وروسته اطمينان حاصل كړو.))
چاپېريال، اب او هوا ته د نړۍ په کچه خورا ډېره پاملرنه کېږي، خو په افغانستان او په ځانګړي ډول كابل كې کې هېڅوک له چاپېريال او ککړې اب او هوا څخه راپېښېدونکو زيانونو ته متوجه نه دي.
د چاپېريال ساتنې پوهان وايي، حکومت او خلك ګډ مسووليت لري، چې د دغې ستونزې پر وړاندې مبارزه وکړي او د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کړي.
اسناد او شواهد ښيي، چې په کلني معيار د نړۍ په کچه لږ تر لږه درې ميليونه انسانان د ککړ چاپېريال او ککړې اب او هوا له کبله خپل ژوند له لاس ورکوي.


