په چين کې مخ پټو وسله والو د موټرو يوې اډې ته څېرمه د بريد په مهال لس پوليس ټپيان کړي او يادې سيمې ته يې سخت مالي زيان اړولى دى.
رپوټونه وايي، ياده پيښه د چين داخلي مغولستان کې رامنځته شوې ده.
مغولستان د چين په شمال لوېديځ کې هغه سيمه بلل کېږي، چې ډېرى وګړي يې اقليت مسلمانان او يو شمېر نورې لګکي قومونه جوړوي.
رسنيو نن د ځايي پوليسو له قوله ويلي، په دغه ډله ييز بريد کې سلو وسله والو برخه لرله، چې په پرمختللو وسلو سمبال وو. په چين کې مخ پټو وسله والو د موټرو يوې اډې ته څېرمه د بريد په مهال لس پوليس ټپيان کړي او يادې سيمې ته يې سخت مالي زيان اړولى دى.
رپوټونه وايي، ياده پيښه د چين داخلي مغولستان کې رامنځته شوې ده.
مغولستان د چين په شمال لوېديځ کې هغه سيمه بلل کېږي، چې ډېرى وګړي يې اقليت مسلمانان او يو شمېر نورې لګکي قومونه جوړوي.
رسنيو نن د ځايي پوليسو له قوله ويلي، په دغه ډله ييز بريد کې سلو وسله والو برخه لرله، چې په پرمختللو وسلو سمبال وو.
چينايي چارواکي وايي، د بريد کوونکو هدف په سيمه کې د پوليسو مرکز و، چې تر اوسه يې په اړه نور جزيات نه دي ورکړي.
د چين په سينکيانګ، داخلي مغولستان او يو شمېر نورو سيمو کې لګکي اويغور مسلمانان له دغه هېواده د خپلواکۍ غوښتنه کوي، چې ډېر کله د دغسې بريدونو پړه پر همدوى اچول کېږي.


