د هند او پاکستان لوړ پوړو امنيتي چارواکو د تايلنډ په پايتخت بنکاک کې د دواړو هېوادونو د روان امنيتي وضعيت په اړه سره کتلي دي.
د ډان خبري وېبپاڼې د خبر له مخې، په دغه کتنه کې، چې د پاريس نړيوالې اقليمي غونډې ترڅنګ د پاکستان او هند د لومړيو وزيرانو له کتنې وروسته پرون ترسره شوه، د دواړو هېوادونو چارواکو د اسيا په جنوب کې د سولې او ثبات په اړه خبرې وکړې.
دواړو خواوو همدارنګه په سيمه کې د سولې او امنيت د ټينګښت، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د جمو او کشمير د وضعيت د څېړنې په اړه هم خبرې کړې دي. د هند او پاکستان لوړ پوړو امنيتي چارواکو د تايلنډ په پايتخت بنکاک کې د دواړو هېوادونو د روان امنيتي وضعيت په اړه سره کتلي دي.
د ډان خبري وېبپاڼې د خبر له مخې، په دغه کتنه کې، چې د پاريس نړيوالې اقليمي غونډې ترڅنګ د پاکستان او هند د لومړيو وزيرانو له کتنې وروسته پرون ترسره شوه، د دواړو هېوادونو چارواکو د اسيا په جنوب کې د سولې او ثبات په اړه خبرې وکړې.
دواړو خواوو همدارنګه په سيمه کې د سولې او امنيت د ټينګښت، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د جمو او کشمير د وضعيت د څېړنې په اړه هم خبرې کړې دي.
رپوټ زياتوي، چې دغه کتنه په بنکاک کې د اسيا د جنوب ختيځې اتحاديې (آسيان) د غړو هېوادونو د غونډې ترڅنګ ترسره شوه.
د هند او پاکستان ترمنځ اړيکو کې وروسته له هغې ترينګلتيا زياته شوې ده، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې په لانجمنه سيمه کشمير کې د دواړو غاړو تر منځ جګړې وشوې او اوس وخت نا وخت دغه سرحدي شخړې دوام لري، چې له كبله يې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.


