په كندوز كې د شيرخان بندر د ګمرك مشر شهاب الدين باور وايي، دغلته د طالبانو د لنډ مهالي راتګ او كندوز د سقوط له پېښې وروسته د بندر د ګمرك په عوايدو كې د اندېښنې وړ كموالى راغلى دى.
باور زیاته کړه، په تېرو دوو میاشتو کې د دوی په عوایدو کې څه د پاسه ۱۰۰ ملیونه افغانۍ کمښت راغلی دی.
د شېرخان بندر د ګمرک رئیس ګواښ وکړ که پخپله كندوز او كندوز ته د ورغلو لویو لارو امنیت ته جدي پام ونه شی نو کیداى شي د دې ګمرک په عوایدو کې نور كموالى هم راشي. په كندوز كې د شيرخان بندر د ګمرك مشر شهاب الدين باور وايي، دغلته د طالبانو د لنډ مهالي راتګ او كندوز د سقوط له پېښې وروسته د بندر د ګمرك په عوايدو كې د اندېښنې وړ كموالى راغلى دى.
باور زیاته کړه، په تېرو دوو میاشتو کې د دوی په عوایدو کې څه د پاسه ۱۰۰ ملیونه افغانۍ کمښت راغلی دی.
د شېرخان بندر د ګمرک رئیس ګواښ وکړ که پخپله كندوز او كندوز ته د ورغلو لویو لارو امنیت ته جدي پام ونه شی نو کیداى شي د دې ګمرک په عوایدو کې نور كموالى هم راشي.
د کندوز ولایت یو شمیر سوداګر هم له نا امنیو سرټکوي او وایي، وروستیو جګړو دوی ته سخت زیان اړولی دی
ډاکټر فضل احمد خالقي چې له تېرو څو کلونو راهیسې د شیرخان بندر د ګمرک له لارې خپل سودګریز مالونه اسیایي هیوادونو ته صادروي وایي چې د کندوز وروستیو خونړیو جګړو ددوی په سوداګرۍ سخته منفي اغیزه کړې ده.
یادې شوې ستونزې مو د کندوز امنیه قومندان پاسوال محمد قسیم جنګل باغ ته وروړې، خو د هغه ځواب دا و چې مرکزي حکومت د کندوز د امنیت د ټیګښت لپاره جدي اراده لري او په نږدې څو ورځو کې به په کندوز کې پراخ تصفیوي عملیات پیل شي تر څو د ډاډمن امنیت فضا رامنځته شي او خلک خپلو اقتصادی فعالیتونو ته ادامه ورکړي.
د کندوز له خونړیو جګړو وروسته یوازې سوداګرو ته زیان نه دی اوښتی بلکې په یادو جګړو کې یو شمېر ډېرو ملکي وګړو ته مالي او زیاني زیانونه هم اوښتي وو.
د شیرخان بندر ګمرک د هیواد دننه یو له مهمو ګمرکونو څخه شمېرل کیږي چې له ګاونډي هیواد تاجکستان سره ګډه پوله لري او سوداګر له همدې لارې اسیایي هیوادونو ته خپل سوداګریز توکي د صادراتو او وارداتو چاره ترسره كوي.


