ads

اوباما: داعش د اسلام استازيتوب نه كوي، دا يوه قاتله ډله ده

د امريكا جمهور رئيس بارك اوباما د كليفورنيا د بريدونو په تړاو خپل ملت ته په تازه وينا كې ويلي، ۶۵ هېوادونه يې تر شا ولاړ دي او هر چېرته چې د ترهګرۍ ضد اقدام ته اړتيا پېښه شي امريكايي ځواكونه به هلته نظامي عمليات ترسره كړي.اوباما زياته كړې، داعش د اسلام استازيتوب نه كوي، […]

نویسنده: TKG
16 لیندۍ 1394
اوباما: داعش د اسلام استازيتوب نه كوي، دا يوه قاتله ډله ده

د امريكا جمهور رئيس بارك اوباما د كليفورنيا د بريدونو په تړاو خپل ملت ته په تازه وينا كې ويلي، ۶۵ هېوادونه يې تر شا ولاړ دي او هر چېرته چې د ترهګرۍ ضد اقدام ته اړتيا پېښه شي امريكايي ځواكونه به هلته نظامي عمليات ترسره كړي.
اوباما زياته كړې، داعش د اسلام استازيتوب نه كوي، دا يوه قاتله ډله ده او د نړۍ ستر اسلامي رهبران بايد د داعش په څېر د نورو نفرت پاروونكو ډلو پر خلاف له دوى سره ودرېږي: (( موږ سره بايد د مسلمانانو ټولنه د پياوړيو ملګرو په توګه ودرېږي، امريكايي مسلمانان زموږ ملګري دي زموږ د سپورټ اتلان دي، خو داعش هېڅكله د اسلام استازيتوب نه كوي.)) د امريكا جمهور رئيس بارك اوباما د كليفورنيا د بريدونو په تړاو خپل ملت ته په تازه وينا كې ويلي، ۶۵ هېوادونه يې تر شا ولاړ دي او هر چېرته چې د ترهګرۍ ضد اقدام ته اړتيا پېښه شي امريكايي ځواكونه به هلته نظامي عمليات ترسره كړي.
اوباما زياته كړې، داعش د اسلام استازيتوب نه كوي، دا يوه قاتله ډله ده او د نړۍ ستر اسلامي رهبران بايد د داعش په څېر د نورو نفرت پاروونكو ډلو پر خلاف له دوى سره ودرېږي: (( موږ سره بايد د مسلمانانو ټولنه د پياوړيو ملګرو په توګه ودرېږي، امريكايي مسلمانان زموږ ملګري دي زموږ د سپورټ اتلان دي، خو داعش هېڅكله د اسلام استازيتوب نه كوي.))
هغه زياته كړه، باور لري چې د ترهګرۍ خلاف جګړه كې به بريا د امريكا او متحدينو په برخه وي.
نوموړي وويل، دا د امريكا او اسلام تر منځ جګړه نه ده بلكې دوى له ترهګرۍ څخه رښتينى خطر احساسوي او له دې كبله به داعش ډله په بشپړ ډول له منځه وړي.
اوباما دغه راز زياته كړه، په سوريه او عراق كې به له پلان سره سم هوايي بريدونه كېږي او د امريكا كانګرس هم بايد د داعش پر ضد امريكايي ځواكونو ته د پوځي قوت د كارولو په هكله رايه وركړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA