کابل یو له هغو ښارونو چې له وګړو ډک دی، خو ښار نه د دومره نفوس لپاره جوړ شوی او نه د دومره ډېر ازدحام بوج پورته کولای شي. ښار انسان نه دی چې غږ پورته کړي، بس دی. بلکې ښار له ټولنیزو حالاتو مطالعه غواړي.
څه باید د دې نږدې شپږ میلیونې نفوس ښار په اړه مطالعه کړو چې وپوهېږو، ایا دا ښار د ژوند تېرولو لپاره مساعد دی؟ څو مهمې پوښتنې دې چې هر وګړی باید ورته ځواب ومومي. کابل یو له هغو ښارونو چې له وګړو ډک دی، خو ښار نه د دومره نفوس لپاره جوړ شوی او نه د دومره ډېر ازدحام بوج پورته کولای شي. ښار انسان نه دی چې غږ پورته کړي، بس دی. بلکې ښار له ټولنیزو حالاتو مطالعه غواړي.
څه باید د دې نږدې شپږ میلیونې نفوس ښار په اړه مطالعه کړو چې وپوهېږو، ایا دا ښار د ژوند تېرولو لپاره مساعد دی؟ څو مهمې پوښتنې دې چې هر وګړی باید ورته ځواب ومومي.
ایا د ښار هوا د تنفس وړ ده؟ ایا ښار اوس مهال له ګرد او زهرجن لوګي پرته بل څه لري؟ ایا زما ښار د پاکو اوبو پوره اسانتیاوي لري؟ ایا زما ښار د کثافانو له میکروبونو پاک دی؟ او دې ته ورته نورې ډېرې پوښتنې…..
د دې پوښتنو له مطرح کېدو وروسته په لاس راځي چې موږ له دې ډېرو، بلکې ټولو پوښتنو ته منفي ځواب لرو. کابل اوس مهال له هر اړخه د سختو چاپیریالي ستونزو سره مخ دی. دلته نه د کثافاتو د جمع کولو لپاره مناسب ځای شته، نه د چاپیریال ساتنې اداره توانېدلې چې د ګرد او غبار د کنټرول لپاره خپلې پروګرامونه پلې کړي او نه هم ټولنیز ذهنیت دومره لوړ شوی چې په ریښتیا هم دا شعار په عمل کې پیاده کړي چې وایي، زموږ ښار زموږ کور.
اوس چې ژمی دی او هوا لږه یخه شوې، هره کورنۍ د دې لپاره چې ځان تود کړي او یا هم له یخې هوا ځانونه وساتي هڅه کوي له داسې لارو ګټه پورته کړي چې ځان تود وساتي، خو لګښت یې کم وشي. د همدې چارې یوه حل لاره ډېری هېوادوالو د ذغال سنګ څخه ګټه پورته کول راویستلې ده، خو هیچا هم دې ته فکر نه دی کړی چې د بخاریو له خولې زهرجن لوګي یوه کورنۍ ګرمه ساتي، خو د ښار د شپږ میلیونه نفوس ژوند په خطر کې اچوي. تر ټولو سخته لا داده، هغه کورنۍ چې کورونو ته یې دولتي مرکز ګرمۍ هم تېرې شوي له دې لارې ګټه پورته کوي.
بله بېلګه یې د خپلو کورونو کثافات په عامه ځایونو او یا هم لویو لارو کې اچول دي چې د ټولنیز ژوند ارزښت یې تر پوښتنې لاندې راوستی.
بله برخه زموږ د هغو ادارو بې مسوولیتي ده چې په دې برخه کې کار کوي، خو لا یې تر اوسه درک کړې نه ده چې د چاپیریال د پاک ساتنې او د هوا د پاکۍ لپاره باید کوم کارونه وکړل شي. حکومت د دې لپاره چې د ازدحام له وجې د چاپیریال ساتنې په برخه کې یو موثر ګام پورته کړي، د پنجشنبې ورځ یې رخصت اعلان کړه، خو د همدې پنجشنبې په ورځ تر ټولو هوا ډېره ګردجنه وي. ښه وه چې حکومت د دې ستونزې د حل لپاره داسې لاره په کار اچولی وای چې له مخې یې نه اداري کارونو ته ستونزې رامنځته شوی وای او نه هم هوا چټله شوی وای.
همدرانګه د راپورونو پر اساس د ټرافیکو ریاست او ښاروالي د چاپیریال ساتنې ادارې سره تر اوسه هیڅ ډول هماهنګي نه لري، که نه توانېدلی به وای چې د لوګي تولېدونکو موټرو مخه یې نیولی وای او همدارنګه یې د هغو جنراتورونو د چلېدو مانع به ګرځېدلی وای چې اوس مهال د ښار په بېلابېلو برخو کې ترې ګټه پورته کېږي.
لنډه دا چې حکومت او همدارنګه موږ ټول د دې ښار د پاک ساتلو مسوولیت لرو، دا مسوولیت هم فردي دی، هم ټولنیز او هم حکومتي. د دې ښار هر اوسېدونکی باید هڅه وکړي چې د خپل ښار پاک ساتلو او د هوا د پاکوالي لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
حکومت دې هم نور د غفلت له خوبه بیدار شي او هغه لارې دې رامخته کړي چې له برکته یې نوره دا زهرجنه هوا، د کابل د هغه مخکنۍ پاکې او نظیفې سره یو ډول شي چې لسیزې وړاندې یې له تنفس خوند اخیستل کېده.
که داسې و نه شي او د حکومت بې پامې همدا ډول دوام وکړي، لرې نه ده چې د جنګي چاپیریال په څېر په ۲۴ساعتونو کې له زهرې اکسیجن پرته تنفس ته بل څه نه رارسېږي.


