د عراق حکومت دغه هېواد ته د ترکي سرتېرو د داخلېدو په غبرګون کې بهرنيو چارو وزارت ته د ترکيې سفير احضار کړى او له انقرې غوښتل شوي، چې ژر تر ژره له عراقه خپل پوځيان وباسي .
دغه راز د عراق لومړي وزير حيدر العبادي وويل، د ترکيې پوځيان د عراق له اجازې پرته موصل ته ورغلي دي او بايد ژر له دې سيمې ووځي .
تر دې وړاندې يو شمېر شعيه ډلو ګواښ کړى و، چې که د امريکا په ګډون د کوم بل هر هېواد سرتېري عراق ته واستول شي، نو په وړاندې به يې وجنګېږي. د عراق حکومت دغه هېواد ته د ترکي سرتېرو د داخلېدو په غبرګون کې بهرنيو چارو وزارت ته د ترکيې سفير احضار کړى او له انقرې غوښتل شوي، چې ژر تر ژره له عراقه خپل پوځيان وباسي .
دغه راز د عراق لومړي وزير حيدر العبادي وويل، د ترکيې پوځيان د عراق له اجازې پرته موصل ته ورغلي دي او بايد ژر له دې سيمې ووځي .
تر دې وړاندې يو شمېر شعيه ډلو ګواښ کړى و، چې که د امريکا په ګډون د کوم بل هر هېواد سرتېري عراق ته واستول شي، نو په وړاندې به يې وجنګېږي.
وړمه ورځ ترکي چارواکو اعتراف وکړ، چې د عراق موصل ښار ته يې لسګونه ځانګړي ځواکونه استولي، ترڅو داعش وسله والې ډلې سره د مقابلې لپاره کردي ملېشه وو سره يو ځاى شي.
په عراق کې د داعش او نورو وسله والو په ضد د کردستان نيمه خپلواکې ادارې خلک له عراقي حکومت څخه جلا د داعش په وړاندې جنګېږي، چې تر ډېره يې د ترکيې سني حکومت ملاتړ کوي.


