د اطفاييې د کمو امکاناتو له کبله د کابل منډوي اورلګېدنه د ورځې په اوږدو کې شېبه په شېبه ژبغړانده او وېروونکې شوه.
پرون شنبه شاوخوا یوولس بجې د کابل منډوي په زرداد مارکېټ کې اورلګېدنه وشوه او د هغې د ژر نه کابو کولو له کبله دا اور لمبې تر نورو نږدې مارکېټونو پورې هم مزل لنډ کړ.
دوه کاله مخکې هم په کابل منډوي کې چې تر ټولو ستر سوداګریز مارکیټونه په کې شته او له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه ده؛ یو مارکېټ وسوځیدل چې او ګڼ مالي تاوان یې اړولی و. ویل کېږي چې د اورلګېدنې په هغه پېښه کې چې د ۱۳۹۱ کال د جدي په میاشت کې رامنځته شوې وه، ۵۷۰ دکانونه سوځېدلي وو او یو دوکان ته چې تر نورو ډېر کم تاوان ور اوښتي و، اته زره ډالره و. د اطفاييې د کمو امکاناتو له کبله د کابل منډوي اورلګېدنه د ورځې په اوږدو کې شېبه په شېبه ژبغړانده او وېروونکې شوه.
پرون شنبه شاوخوا یوولس بجې د کابل منډوي په زرداد مارکېټ کې اورلګېدنه وشوه او د هغې د ژر نه کابو کولو له کبله دا اور لمبې تر نورو نږدې مارکېټونو پورې هم مزل لنډ کړ.
دوه کاله مخکې هم په کابل منډوي کې چې تر ټولو ستر سوداګریز مارکیټونه په کې شته او له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه ده؛ یو مارکېټ وسوځیدل چې او ګڼ مالي تاوان یې اړولی و. ویل کېږي چې د اورلګېدنې په هغه پېښه کې چې د ۱۳۹۱ کال د جدي په میاشت کې رامنځته شوې وه، ۵۷۰ دکانونه سوځېدلي وو او یو دوکان ته چې تر نورو ډېر کم تاوان ور اوښتي و، اته زره ډالره و.
تر اوسه د دې اورلګېدنې له امله، چې شېبه په شېبه خورېده، د اوښتي مالي زیان په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي خو علت يې د برېښنا شارټي په ګوته کېږي او د دريوو کسانو د ټپي خبره شوې. د كابل امنيه قومندان د زرداد مارکېټ د سراى وان له قوله وايي چې د برېښنا شارټۍ له كبله ماركېټ اور اخيستى دی.
که څه هم د عیني شاهدانو له قوله اطفاييه یو څه په وخت راورسېده خو د کمو امکاناتو له کبله او د اور د شېبه په شېبه ژبغړانده کېدو له امله تر غرمې وروسته په دوه نیمو بجو دا اورلګېدنه کنټرول شوه خو تاوان يې هلته یو نږدې مارکېټ ته ورسېده. د زرداد مارکېټ ټول اتیا دوکانونه او شمېر ګودامونه سوځېدلي او د سیدحبیب الله مارکيټ لوېديزه څنډه سوځېدلې ده.
ظاهرا د اورلګېدنې دا پېښې د دکاندارانو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.
چارواکي وايي چې د مارکېټونو مالکانو ته يې بیا بیا ویلي چې د اورلګېدو د احتمال په خاطر محافظتی وسایل او توکي باید ولري خو هیچا هم دا په نظر کې نه دي نیولي.
د زرداد مارکېټ په اړه د امنيتي چارواکو نظر دا دی چې یاد مارکېټ پخوانی دی او په هغه کې د معمارۍ اصلي معیارونه په نظر کې نه دي نیول شوي.
دا دویم ځل دی چې په کابل منډوي کې اور لګېږي او یوه تر ټولو ترخه تجربه ده چې باید دولتي اړوند چارواکي او د مارکېټونو او سرایونو خاوندان ورته ځير و اوسي. که چېرته د تېر ځل اورلګېدنې پېښه جدي انګېرل شوې وای او د مارکېټونو مالکانو محافظتي سیستمونو ته توجه کړې وای او اړوندې دولتي ادارې بشپړ امکانات درلودلای نن به دا پېښه نه رامنځته کېده.
د کابل منډوي منځ تنګه ساحه ده او د اور وژنې امکانات او مرستې نږدې ساحې ته په ستونزمن ډول رسیدلی شي، په داسې یو حالت کې په کار ده چې د هوا له لارې د اور وژنې پر هڅو فکر وشي او په دې ډول په داسې ساحو کې د اور وژنې عاجل اقادامات ترلاسه لاندې ونیول شي.


