د روسيې د دفاع وزارت اعلان کړى، چې د کاسموس په نوم دوه نظامي سپوږمکۍ يې پرون له پلستسک اډې څخه فضا ته توغولې دي.
روسيه وايي، دا مهال دغه سپوږمکۍ د ځمکې په مدار کې قرار لري او خپل فعاليتونه يې پيل کړي دي.
دا مهال روسيه په فضا کې شاو خوا سل سپوږمکۍ لري، چې شل يې د دفاع وزارت اړوند بلل کېږي، تر څو ور څخه په نظامي برخه کې ګټه پورته شي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې چين هم فضا ته د نظامي برخې تقويه کولو په هدف سپوږمکۍ توغولې وه. د روسيې د دفاع وزارت اعلان کړى، چې د کاسموس په نوم دوه نظامي سپوږمکۍ يې پرون له پلستسک اډې څخه فضا ته توغولې دي.
روسيه وايي، دا مهال دغه سپوږمکۍ د ځمکې په مدار کې قرار لري او خپل فعاليتونه يې پيل کړي دي.
دا مهال روسيه په فضا کې شاو خوا سل سپوږمکۍ لري، چې شل يې د دفاع وزارت اړوند بلل کېږي، تر څو ور څخه په نظامي برخه کې ګټه پورته شي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې چين هم فضا ته د نظامي برخې تقويه کولو په هدف سپوږمکۍ توغولې وه.
د نظامي چارو کارپوهان وايي، دا مهال د نړۍ د سترو قدرتونو تر منځ د فضايي پرمختګ رقابت هم زور اخيستى، چې په ترڅ کې يې هر هېواد ميليونونه ډالره مصرفوي.


