د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما وايي، په کليفورنيا کې د تېرې چهارشنبې ورځې له بريدونو يې د هېواد وګړي نه ډارېږي.
اوباما پرون خپلې اونيزې راډيويي وينا کې وويل، امريکايان قوي دي او په خبره يې، دغو بريد كوونكو کېداى شي سخت دريځى سوچ درلود.
د هغه په وينا، حکومت يې، قانون پلې کوونکې ادارې، ټولنې او مذهبي مشران دې ته اړتيا لري، چې سره يو ځاى کار وکړي، ترڅو خلک د دغې کرکجنې ايډيالوژۍ ښکار نه شي. د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما وايي، په کليفورنيا کې د تېرې چهارشنبې ورځې له بريدونو يې د هېواد وګړي نه ډارېږي.
اوباما پرون خپلې اونيزې راډيويي وينا کې وويل، امريکايان قوي دي او په خبره يې، دغو بريد كوونكو کېداى شي سخت دريځى سوچ درلود.
د هغه په وينا، حکومت يې، قانون پلې کوونکې ادارې، ټولنې او مذهبي مشران دې ته اړتيا لري، چې سره يو ځاى کار وکړي، ترڅو خلک د دغې کرکجنې ايډيالوژۍ ښکار نه شي.
د امريکا د پلټنو ادارې دغه بريدونه يو ترهګريز عمل بللى او وايي، د يوې ترهګريزې کړنې په توګه به يې پلټي.
تېره چهارشنبې ۲۸ کلن سيد رضوان فاروق او ۲۷ کلنې مېرمنې يې تشفين ملک په کليفورنيا کې د ټولنيزو خدمتونو پر يوه مرکز بريد کړى و، چې ۱۴ کسان په کې وژل شوي او شاوخوا ۲۱ نور ټپيان شوي وو.
دغه دواړه بريد كوونكي وروسته د پوليسو له خوا په ډزو ووژل شول.
د دغو بريدونو مسووليت داعش وسله والې ډلې منلى دى.


