چين په سوريه کې د داعش په ضد جګړه کې د روسيې د مداخلې ننګه کړې ده.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند هوا جين ينګ په يو خبري کنفرانس کې ويلي، چې په سوريه کې د روسيې مداخله له نړيوالو قوانينو سره سمه پر مخ روانه ده او دغه هېواد ور څخه ملاتړ کوي.
د هغه په خبره، روسيې په سوريه کې پوځي مداخله د بشار الاسد په غوښتنه کړې ده.
نوموړى وايي، په سيمه کې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې د روسيې ملاتړ کوي. چين په سوريه کې د داعش په ضد جګړه کې د روسيې د مداخلې ننګه کړې ده.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند هوا جين ينګ په يو خبري کنفرانس کې ويلي، چې په سوريه کې د روسيې مداخله له نړيوالو قوانينو سره سمه پر مخ روانه ده او دغه هېواد ور څخه ملاتړ کوي.
د هغه په خبره، روسيې په سوريه کې پوځي مداخله د بشار الاسد په غوښتنه کړې ده.
نوموړى وايي، په سيمه کې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې د روسيې ملاتړ کوي.


