ads

عراق د داعش ضد جګړه كې د تركيې پر ګډون غبرګون ښودلى

ترکي چارواکو ومنله، چې لسګونه سرتېري يې په عراق کې د کردانو په روزنه کې بوخت دي، تر څو د داعش په ضد جګړه کې برخه واخلي.دوى پرون ناوخته تاييد کړه، چې ۱۳۰ ځانګړي ځواکونه يې د عراق کرد مېشته سيمه کې د کردانو په روزنه بوخت دي.د امريکا سي ان ان ټلويزيوني شبکې د […]

نویسنده: TKG
14 لیندۍ 1394
عراق د داعش ضد جګړه كې د تركيې پر ګډون غبرګون ښودلى

ترکي چارواکو ومنله، چې لسګونه سرتېري يې په عراق کې د کردانو په روزنه کې بوخت دي، تر څو د داعش په ضد جګړه کې برخه واخلي.
دوى پرون ناوخته تاييد کړه، چې ۱۳۰ ځانګړي ځواکونه يې د عراق کرد مېشته سيمه کې د کردانو په روزنه بوخت دي.
د امريکا سي ان ان ټلويزيوني شبکې د ترکي چارواکو له قوله ويلي، چې ياد ځواکونه د موصل ښار په بعشيقه سيمه کې ځاى پر ځاى شوي دي.
ترکي سرچينو په لومړي سر کې د ۱۲۰۰ ځواکونو د استولو اعلان کړى و، خو وروسته يې د ۱۳۰ سرتېرو استول تاييد كړل. ترکي چارواکو ومنله، چې لسګونه سرتېري يې په عراق کې د کردانو په روزنه کې بوخت دي، تر څو د داعش په ضد جګړه کې برخه واخلي.
دوى پرون ناوخته تاييد کړه، چې ۱۳۰ ځانګړي ځواکونه يې د عراق کرد مېشته سيمه کې د کردانو په روزنه بوخت دي.
د امريکا سي ان ان ټلويزيوني شبکې د ترکي چارواکو له قوله ويلي، چې ياد ځواکونه د موصل ښار په بعشيقه سيمه کې ځاى پر ځاى شوي دي.
ترکي سرچينو په لومړي سر کې د ۱۲۰۰ ځواکونو د استولو اعلان کړى و، خو وروسته يې د ۱۳۰ سرتېرو استول تاييد كړل.
خو د عراق حکومت له ترکيې غوښتي هغه ځواکونه دې له عراقه وباسي، چې موصل سره نږدې يوې سيمې ته استول شوي دي.
د لومړي وزير حيدر العبادي د دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه حرکت د عراق له ځمکنۍ بشپړتيا سرغړونه ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA