ads

د کابل او مسکو نوې خپلوي

د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار چې څه موده وړاندې روسیې ته په سفر تللی و، دغه هېواد ته خپل سفر ګټور ارزوي او وايي چې روسیه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستو ته لېواله ده. ښاغلی مسلمیار وايي: ((له نېکه مرغه ويلای شم چې مسکو اوس له پخوا ډېر له افغانستان […]

نویسنده: TKG
14 لیندۍ 1394
د کابل او مسکو نوې خپلوي

د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار چې څه موده وړاندې روسیې ته په سفر تللی و، دغه هېواد ته خپل سفر ګټور ارزوي او وايي چې روسیه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستو ته لېواله ده. ښاغلی مسلمیار وايي: ((له نېکه مرغه ويلای شم چې مسکو اوس له پخوا ډېر له افغانستان سره مينه ښيي، هغه داسې چې د افغان حکومت له مخکنيو غوښتنو سره سم به مسکو افغانستان ته لس زره کلاشينکوفونه ورکړي.)) مسلمیار مسکو ته د هغه هېواد  د مشرانو جرګې د رئیس په بلنه ورغلی و.  دغه راز لږ مخکې د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي هم د روسیې په “سنټ پټرز بورګ” ښار کې په یوه درې ورځنۍ سیمه ییزه غونډه کې ګډون درلود. له دې وړاندې د جمهور رئیس غني لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم هم له افغانستان سره د روسیې د همکارۍ د راجلبولو په خاطر هغه هېواد ته سفرونه لرل. د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار چې څه موده وړاندې روسیې ته په سفر تللی و، دغه هېواد ته خپل سفر ګټور ارزوي او وايي چې روسیه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستو ته لېواله ده. ښاغلی مسلمیار وايي: ((له نېکه مرغه ويلای شم چې مسکو اوس له پخوا ډېر له افغانستان سره مينه ښيي، هغه داسې چې د افغان حکومت له مخکنيو غوښتنو سره سم به مسکو افغانستان ته لس زره کلاشينکوفونه ورکړي.)) مسلمیار مسکو ته د هغه هېواد  د مشرانو جرګې د رئیس په بلنه ورغلی و.  دغه راز لږ مخکې د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي هم د روسیې په “سنټ پټرز بورګ” ښار کې په یوه درې ورځنۍ سیمه ییزه غونډه کې ګډون درلود. له دې وړاندې د جمهور رئیس غني لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم هم له افغانستان سره د روسیې د همکارۍ د راجلبولو په خاطر هغه هېواد ته سفرونه لرل.بلخوا د ملي امنيت شورا هم له افغانستان سره د روسيې پوځي همکاري مهمه بللې ده. ویل کېږي چې تېره اوونۍ د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د کابل لپاره د روسيې له سفير ا”لکساندر ماتيڅکي” سره د دغو همکاریو پر جزئياتو خبرې کړې دي. د ملي امنيت  شورا وياند تواب غورځنګ ویلي چې دى د روسيې د دغو پوځي همکاريو پر جزئياتو ډېرې خبرې نه شي کولاى، خو په خبره یې د امن د ټينګښت او د سولې د راتګ لپاره د روسيې پوځي همکارۍ مهمې دي.
خو پوښتنه دا ده چې ولې افغان چارواکي او مشران روسیې ته لېواله شوي دي. یو شمېر کارپوهان په دې عقیده دي چې امريکا له افغانستان سره صادقانه او د پام وړ مرسته نه کوي او له همدې کبله افغان چارواکي په دې هڅه کې دي چې د امنیتي ځواکونو پوځي اړتیاوې له نورو هېوادونو پوره کړي. د سیاسي چارو کارپوه محمد قاهر وردګ په همدې عقیده دی. نوموړی وايي، ډېری افغان مشران په دې خاطر د مسکو په لور ور مات دي چې نور يې د امريکا له ملاتړ څخه هيله شلېدلې ده. د سياسي او حقوقي چارو کارپوه فضل الرحمن عمرخېل هم ورته نظر لري. دا شنونکی وايي، د افغان ملي اردو د تجهیزولو په برخه کې د امريکا د نه مرستې له کبله افغان حکومت اړ شو چې د خپلو ځواکونو د تجهیز له پاره روسیې ته مخه کړي. د نوموړي په نظر افغان حکومت په دې اړوند دوه هدف لري: ((یو، روسیه چې په سیمه کې د امریکا د سړې جګړې د مهال سیاله ګڼل کیږي، افغان حکومت غواړي په دې کار سره په یو نه یو ډول امریکا وننګوي او یایې لږ ترلږه تر فشار لاندې راولي. دويم دا چې افغانان تر ډېره بریده له روسي وسلو او تجهیزاتو سره بلد دي؛ نو د استعمال پر مهال به یې افغان امنیتي ځواکونه له ستونزو سره مخ نه شي.))
دا چې د افغانستان او روسیې اړیکې به په واقعي معنا په کومه کچه وي او ایا دا هېواد د افغانستان له پاره په یوه رښتینې متحد بدلیدلی شي او که نه، لانه ده څرګنده، خو افغان کارپوهان روسیه په سیمه کې یو مهم لوبغاړی ګڼي او وايي چې د افغانستان په شخړه کې د دغه هېواد رول له پامه نشي غورځېدای. د سیاسي چارو کارپوه محمد قاهر وردګ وايي، له روسیې سره د افغان حکومت ملګرتیا د روسیې په سیاسي، اقتصادي او پوځي زور پورې تړلې ده: (( افغانستان نور د پخوا په څېر په یوه قطب پورې تړلی نه شي پاتې کېدای، بلکې د روسیې، چین، هند، عربستان او لویدیځ سیاسي، پوځي او اقتصادي انډول ته په پام اړیکې غواړي.))
خو فضل الرحمن عمرخیل بيا پر دې باور دی چې روسيه په افغانستان کې ځينې مشخصې ډلې تجهيزوي چې ښايي د افغانستان راتلونکې له بربادۍ سره مخ کړي. عمرخیل که څه هم دا ډلې مشخصې نه کړې، خو ویې ویل چې افغان حکومت باید ډېر دقت وکړي: ((که د سړې جګړې پرمهال له افغانستان سره د شوروي اتحاد مرستو ته وګورو؛ نو روسیه د افغانستان یو ښه متحد کېدای شي. خو په وروستیو دوو لسیزو کې د افغانستان له یو شمېر ډلو سره د روسانو خصمانه مرستې بیا په ډاګه کوي چې دوی له افغان دولت سره مرسته نه، بلکې دلته د یو شمېر ډلو ټپلو په وجود کې خپلې ګټې لټوي. افغان حکومت باید له بهرنیو هېوادونو څخه د مرستو د جلبولو په برخه کې له خورا دقت څخه کار واخلي، له هغه پرته به افغانستان یو ځل بیا د زبرځواکونو د سیالۍ په ډګر واوړي.))
که چېرې مسکو کابل ته پوځي مرستې ورکړي، د امریکا غبرګون به څه وي؟ دا هغه پوښتنه ده چې د ډېری افغانانو ذهنونه یې مشغول کړي دي. منتقدین وايي، امریکا به تر هغه عکس العمل ونه ښيي چې ګټې یې خوندي وي. قاهر وردګ وايي: ((دلته به امریکا تر هغې له احتياطه کار واخلي چې ګټه یې وي. خو ممکن پر افغان حکومت فشار راوړي چې له روسیې سره له حده ډېر نږدې نشي.))  خو سیاسي کارپوه او شنونکی عمرخېل بیا وايي چې د مسکو د پوځي مرستو د تداوم په صورت کې امریکا غلې نشي پاتې کېدای. د عمرخیل په عقیده بهتره دا ده چې افغان حکومت د خپلو ملکي او نظامي اړتیاوو د پوره کولو د پاره امریکا ته مخه کړي او قناعت ورکړي چې په خپلو کړیو وعدو وفا وکړي: (( زه فکر کوم چې په سیمه کې د امریکا او روسیې سیالي د افغانستان په ګټه نه ده، ښه به دا وي چې افغان حکومت د فعالې ډیپلوماسۍ له لارې د هېوادونو  تر منځ تعادل رامنځته کړي او داسې سیاست غوره کړي چې هېوادونه په افغانستان کې منفي سیالۍ ته راونه پاروي.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA