ads

د پنجاب يوه فابريكه كې اورلګېدنه، ۵ مړه، ګڼ شمېر ټپيان

د پاکستان د پنجاب ايالت په يوه فابريکه کې د اورلګېدنې له كبله پنځه تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.پاکستاني رسنيو د ځايي چارواکو له قوله ويلي، چې دغه پېښه پرون ناوخته د پنجاب ايالت د لاهور ښار په جوهر ټاون سيمه کې رامنځته شوې ده.د رپوټونو له مخې، اور د يادې […]

نویسنده: TKG
14 لیندۍ 1394
د پنجاب يوه فابريكه كې اورلګېدنه، ۵ مړه، ګڼ شمېر ټپيان

د پاکستان د پنجاب ايالت په يوه فابريکه کې د اورلګېدنې له كبله پنځه تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
پاکستاني رسنيو د ځايي چارواکو له قوله ويلي، چې دغه پېښه پرون ناوخته د پنجاب ايالت د لاهور ښار په جوهر ټاون سيمه کې رامنځته شوې ده.
د رپوټونو له مخې، اور د يادې فابريکې په درېيم پوړ کې لګېدلى و، چې په مهال يې درې تنه ځاى پر ځاى وژل شوي او له درېيو سختو ټپيانو دوو يې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د اور وژنې عمله توانېدلې، چې اور كابو كړي، خو تر اوسه د مالي زيانونو د کچې په اړه څه نه دي ويل شوي.
پوليسو ويلي، وژل شوي پنځه واړه د فابريکې كار كوونكي وو، خو تر اوسه د اور لګېدنې علت معلوم نه دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA