ads

د غزني پاڅونوال او سيمه ييز پوليس له خلكو عشرونه ټولوي

د غزني د ځينو لرې پرتو ولسواليو اوسیدونکي شكايت كوي چې سیمه يیز پولیس او د ولسي پاڅون تر نامه لاندې دولت پلوه وسله وال ور څخه د مشخصو پارچو له لارې د کرنيزو محصولاتو عشر، نغدې پیسې، سون توکي ټولوي او هره ورځ د جوړ شوي لیست په اساس ډوډۍ ورباندي حواله کوي، چې […]

نویسنده: TKG
14 لیندۍ 1394

د غزني د ځينو لرې پرتو ولسواليو اوسیدونکي شكايت كوي چې سیمه يیز پولیس او د ولسي پاڅون تر نامه لاندې دولت پلوه وسله وال ور څخه د مشخصو پارچو له لارې د کرنيزو محصولاتو عشر، نغدې پیسې، سون توکي ټولوي او هره ورځ د جوړ شوي لیست په اساس ډوډۍ ورباندي حواله کوي، چې له کبله یې د ولسي وګړو ژوند سخت شوی او ډیری خلک له همدې کبله د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د غزني ولایت د قره باغ، مقر، ګیلان او اندړو ولسوالیو ګڼ شمیر اوسیدونکو په دې ولایت کې د کلید راډیو، سهار کلید خپرونې ته چې امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل هم په کې د ټلیفون له لارې برخه اخیستې وه، په خپلو ولسوالیو کې د سیمه يیزو پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو له لوري د باج ټولولو په اړه شكايتونه لرل. د غزني د ځينو لرې پرتو ولسواليو اوسیدونکي شكايت كوي چې سیمه يیز پولیس او د ولسي پاڅون تر نامه لاندې دولت پلوه وسله وال ور څخه د مشخصو پارچو له لارې د کرنيزو محصولاتو عشر، نغدې پیسې، سون توکي ټولوي او هره ورځ د جوړ شوي لیست په اساس ډوډۍ ورباندي حواله کوي، چې له کبله یې د ولسي وګړو ژوند سخت شوی او ډیری خلک له همدې کبله د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د غزني ولایت د قره باغ، مقر، ګیلان او اندړو ولسوالیو ګڼ شمیر اوسیدونکو په دې ولایت کې د کلید راډیو، سهار کلید خپرونې ته چې امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل هم په کې د ټلیفون له لارې برخه اخیستې وه، په خپلو ولسوالیو کې د سیمه يیزو پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو له لوري د باج ټولولو په اړه شكايتونه لرل.
د ګیلان ولسوالۍ یو اوسیدونکي بلال احمد کلید ته وویل، په یاده ولسوالۍ کې سیمه يیز پولیس تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې له هر کور څخه د میاشتې درې زره پاکستانۍ کلدارې د معاش په توګه اخلي.
احمد دغه راز زیاته کړه چې د ساړه موسم له رارسیدو سره سیمه يیزو پولیسو پر هر کور درې درې باره بوټي او نور سون توکي هم حواله کړي دي:((اربکیان د میاشتې درې درې زره کلدارې په کور اخلي، د معاش په توګه اوس چې ژمی دی پر هر کور یې درې، درې باره بوټي لاندی او لس- لس منه لرګي حواله کړي دي))
ګیلان ته څیرمه د مقر ولسوالۍ اوسیدونکي بیا د ولسي پاڅون تر نامه لاندې له فعاليت كوونكو وسله والو سر ټکوي او وایي، دغو وسله والو تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې پر هر کور دوه- دوه منه غنم او یو یو بار بوټي حواله کړي دي.
د مقر اوسېدونكي نصیر احمد کلید ته وویل، د باج اخستلو ترڅنګ يه یاده ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون وسله وال پرعامو وګړوپه تیره بیا د ښوونځیو پر زده کوونکو خپلې مورچې او پوستي هم جوړوي:(( دلته په مقر کې پاڅون وال د ولسوالۍ بازار ته پر لاره خلک نیسي وهي یې او ورته وایي چې ته له طالبانو سره همکاري کوې بندیانوي یې، اوس د لارې له اوږدو خلک را ګرځوي چې سیاسره ورسره وي هغه د سړک په غاړه کېنوي او په نارینه باندې تر مازیګره لرګي ماتوي، دبامونو ګل ورباندي کوي حتى زموږ په سیمه لاخان خیلو کې یې څو وارې د مکتب شاګردان د پوستې جوړولو ته بیګار کړي وو.))
د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې هم عام وګړي د سیمه يیزو پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو له زور زیاتیو څخه شکایت کوي.
د قره باغ ولسوالۍ یوه اوسیدونکي خان محمد کلید ته وویل،  سیمه يیزو پولیسو او د ولسي پاڅون وسله والو تر خپلې ولکې لاندې کلیو کې خلکو ته رسمي او ټاپه شوې پارچې استولي او پر هر کلي یې له ۶۰ تر ۷۰ منه لرګي حواله کړي دي.
د هغه په وینا د دغو پارچو د ليك په پای کې ګوت څنډنه شوې که هر څوک یې له غوښتنو څخه سرغړونه وکړي نو د دوى په وينا قانوني چلند به ورسره وشي:(( هم اربکیانو او هم د پاڅون والو تر خپلې ولکې لاندې کلیو عسکر کوټ، خونیان، لیونۍ بازار، آموګي او نورو کلیو کې جوماتونو ته پارچې رالیږلي، چې هر جومات دې هرې پوستې ته تر ۷۰منه لرګي، هر کور دې دوه- دوه منه غنم، د لاندي غوښه او نورتوکي ورکړي.))
هاخوا د غزني په اندړو ولسوالۍ کې هم دا لړۍ روانه ده او ګڼې کورنۍ  د سیمه يیزو پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو د غیر قانوني باجګيرۍ له کبله د خپلو سیمو پريښودو ته اړې شوي او نورو سيمو ته كډه شوي دي.
د اندړو ولسوالۍ یو اوسیدونکي ذکرالله کلیدته وویل: ((له څلورو کلونو راهیسي پاڅونوالو او وروسته اربکیانو په ځینو سیمو كې پر هر کور ۵۰۰ کلدارې او په ځینو سیمو کې دوه زره کلدارې د میاشتې حواله کړي، تر څنګ یې په هر کور باندې وچه ډوډۍ،کتغ،هرکال نوې کمپلې او توشکي حواله کړي.))
هغه وایي خلک د بیکارۍ او وچکالۍ له کبله د خپلې کورنۍ نفقې پيدا كولو ته حیران دي، خو بل پلو مجبوره دي، چې تر خپلو اولادونو مخکې د سیمه يیزو پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو غوښتني پوره کړي.
د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امر خیل هم دا مني، چې د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ځینې محدود سیمه يیز پولیس او ډیری پاڅون کوونکي له خلکو څخه د وسله والو طالبانو په څیر عشر او زکات ټولوي.
هغه کلید ته وویل، په دې اړه ورته حتى د سیمه يیزو پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو مشخصې پارچې چې خلکو ته یې استولي، هم دده لاس ته ورغلي خو ژمنه یې وکړه، چې د دغه راز مفسده او باج ګیره کسانو نیول او له منځه وړل یې د کار په لومړیتوبونو کې ځای لري:((په غزني کې نور د ملا نصرالدین حکومت نشته، چې سیمه يیز پولیس او د ولسي پاڅون کسان دې غلاوې وکړي، خلک دې وشکوي او عشر دې ټول کړي، له ځینو ولسوالیو خلکو هغه پارچې راته راوړي، چې دې کسانو له خلکو څخه ورباندې باج اخیست، خو زه هغوی ته وایم چې ډیر ژر به یې د قانون منګولو ته وسپارم.))
د یادوني وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د غزني د ګڼ شمېر ولسواليو اوسدېونكو له سيمه ييزو پوليسو او ولسي پاڅون كوونكو څخه سرونه ټكول او تور يې پورې كاوه چې دوى ترې په زوره باج او  عشر ټولوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA