پاکستاني پوځي چارواکو د هغو دوو وسله والو کسانو انځورونه خپاره کړي دي، چې پرون يې په کراچۍ کې د پوځ پر يو کاروان بريد كې دوه سرتېري وژلي او يو شمېر نور ټپيان كړل.
په انځورونو کې ښكاري، چې دواړه وسله وال پر يو موټر سايکل سپاره دي، يو يې هيلميټ خولۍ په سر کړې او بل تن يې مخ په دستمال تړلى دى.
د کراچۍ يو پوځي چارواکي جميل احمد رسنيو ته ويلي، چې وسله والو له پرمختللو تومانچو څخه کار اخيستى. پاکستاني پوځي چارواکو د هغو دوو وسله والو کسانو انځورونه خپاره کړي دي، چې پرون يې په کراچۍ کې د پوځ پر يو کاروان بريد كې دوه سرتېري وژلي او يو شمېر نور ټپيان كړل.
په انځورونو کې ښكاري، چې دواړه وسله وال پر يو موټر سايکل سپاره دي، يو يې هيلميټ خولۍ په سر کړې او بل تن يې مخ په دستمال تړلى دى.
د کراچۍ يو پوځي چارواکي جميل احمد رسنيو ته ويلي، چې وسله والو له پرمختللو تومانچو څخه کار اخيستى.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې که له يوې خوا هره ورځ د هدفي وژنو رپوټونه خپرېږي، ترڅنګ يې د پوځ او وسله والو تر منځ د نښتو رپوټونه هم تر لاسه کېږي.


