ads

هلمندي شاتو ته د عسل بازار په نوم نندارتون ښه تود تېر شو

په هلمند كې د بٌست خصوصي پوهنتون په نوښت لومړى ځل له بزګرانو سره د مرستې په خاطر د هلمندي شاتو د ((عسل بازار)) په  نوم نندارتون جوړ شو.د دغه نندارتون پرانيسته پرون سه شنبه د ليندۍ پر ۱۰مه نيټه وشوه او په افغانستان كې د كوم خصوصي پوهنتون لخوا دا يو بې سارى اقدام […]

نویسنده: TKG
11 لیندۍ 1394
هلمندي شاتو ته د عسل بازار په نوم نندارتون ښه تود تېر شو

په هلمند كې د بٌست خصوصي پوهنتون په نوښت لومړى ځل له بزګرانو سره د مرستې په خاطر د هلمندي شاتو د ((عسل بازار)) په  نوم نندارتون جوړ شو.
د دغه نندارتون پرانيسته پرون سه شنبه د ليندۍ پر ۱۰مه نيټه وشوه او په افغانستان كې د كوم خصوصي پوهنتون لخوا دا يو بې سارى اقدام و.
په دې نندارتون كې د هلمندي بزګرانو په لاس د شاتو له مچیو څخه تولید شوي خالص شات نندارې ته کیښودل شوي وو چې ګډونوالو يې په ډېره علاقه او مينه۲۴۵ كېلو ګرامه شات ترې وپېرودل.

په هلمند كې د بُست خصوصي پوهنتون په نوښت لومړى ځل له بزګرانو سره د مرستې په خاطر د هلمندي شاتو د ((عسل بازار)) په  نوم نندارتون جوړ شو.

د دغه نندارتون پرانيسته پرون سه شنبه د ليندۍ پر ۱۰مه نيټه وشوه او په افغانستان كې د كوم خصوصي پوهنتون لخوا دا يو بې سارى اقدام و.
په دې نندارتون كې د هلمندي بزګرانو په لاس د شاتو له مچیو څخه تولید شوي خالص شات نندارې ته کیښودل شوي وو چې ګډونوالو يې په ډېره علاقه او مينه۲۴۵ كېلو ګرامه شات ترې وپېرودل.
له ياد پوهنتون څخه كليد ته په رالېږلې خبرپاڼه كې ويل شوي، په نندارتون کې د هلمند دولتي مسوولینو ، د بُست خصوصي پوهنتون استادانو او محصلینو ، مدني فعالینو، د رسنیو استازو او عامو خلکو برخه اخستې وه .
په دغه ولايت كې د شاتو د مچیو روزنه دوه كاله وړاندې د کارډ اف (دزراعت د ودې او د کلیو د هر اړخیزې پراختیا د پروګرام ) په مرسته له بزګرانو سره په سهامي ډول پيل شوې وه.
اوس د کارډ اف مؤسسې مسوول بریالی هلمند وايي، دلته د شاتو كاروبار دومره وده كړې ده چې يوازې په تېر كال كې هلمندي بزګرانو له خپلو فارمونو  ((یوازي په تیرکال کي ۱۳ زره كېلو ګرامه شات اخستي دي: (( دا ډېر لوړ محصول دى، موږ د شاتو د محصولاتو د پلور په برخه كې كومه ستونزه هم نه وينو، خو په دې خاطر چې د هلمند د شاتو توليد لا زيات پرمختګ وكړي، نو غوره او لازمه خبره ده چې دغسې نندارتونونه جوړ شي. زه  د بُست خصوصي پوهنتون له ادارې څخه مننه كوم چې د دې نندارتون مالي لګښت يې پر غاړه اخستى دى.))
دى وايي، د شاتو د مچيو روزنې پروګرام دا وښوده چې په هلمند كې دا كاروبار ښه راتلونكى لري او د ځايي خلكو د اقتصاد لپاره يوه ښه ذريعه كېداى شي.
د نندارتون په اړه د بُست خصوصي پوهنتون استاد او د علمي- څېړنيز مركز مشر محمد هاشم نوراني وويل،  دا نندارتون يې په دوو برخو ويشلى و چې هم له يوې خوا د خپلو علمي او واكاډميكو خدمتونو تر څنګ د بزګرانو محصولاتو ته يو ښه بازار پيدا كړاى شي او بل دا چې د بُست پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصلين په دې برخه كې عملي زده كړې ترلاسه كړاى شي: (( زه له نورو بنسټونو او موسساتو نه هم غواړم چې د هيواد ستونزو ته په پام دې يوازې په خپلو خپلو برخو كې فعاليتونه نه محدودوي بلكې هڅه دې وكړي چې د هېواد د خلكو له غوښتنو سره سم نور ګامونه هم واخلي.))
بل پلو د بُست پوهنتون مؤسس احمد جان پوپل بزګرو ته د ژمنې په وركړه وويل، ډېر ژر به يې اداره په كندهار كې هم د هلمندي شاتو لپاره د بازار موندنې په موخه يو لوى نندارتون جوړ كړي چې مالي لګښت به يې همدا خصوصي پوهنتون وركړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA