د غزني ولایتي شورا غړي او مدني فعالان وایي، که د دې ولایت امن او هزاره میشتو ولسوالیو ته د غځېدلو لارو امنیت ټینګ نشي نو سږ کال به د دغو ولسوالیو زرګونه زده کوونکي په کانکورآزموینه کي ګډون ونشي کړای.
د غزني د ولایتي شورا د پوهنې او لوړو زده کړو د کمېټې مشر حسن رضا یوسفي په دې اړه له کلید سره د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې مرکزي او ځایي حکومتي چارواکي د دې ولایت امن ولسوالیو ته د غځیدلو لارو د امنیت په ټینګښت کې په ناغیړۍ تورن کړل او زیاته یې کړه، د لارو په اوږدو کې د وسله والو مخالفینو شتون او د هغوی له لوري د هزاره میشتو ولسوالیو د اوسیدونکو برمته نیونې خلک د غزني مرکز ته له راتلو ويرولي دي. د غزني ولایتي شورا غړي او مدني فعالان وایي، که د دې ولایت امن او هزاره میشتو ولسوالیو ته د غځېدلو لارو امنیت ټینګ نشي نو سږ کال به د دغو ولسوالیو زرګونه زده کوونکي په کانکورآزموینه کي ګډون ونشي کړای.
د غزني د ولایتي شورا د پوهنې او لوړو زده کړو د کمېټې مشر حسن رضا یوسفي په دې اړه له کلید سره د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې مرکزي او ځایي حکومتي چارواکي د دې ولایت امن ولسوالیو ته د غځیدلو لارو د امنیت په ټینګښت کې په ناغیړۍ تورن کړل او زیاته یې کړه، د لارو په اوږدو کې د وسله والو مخالفینو شتون او د هغوی له لوري د هزاره میشتو ولسوالیو د اوسیدونکو برمته نیونې خلک د غزني مرکز ته له راتلو ويرولي دي.
هغه زیاته کړه، که امنیتي ارګانونه ژر تر ژره د دغو لارو په اوږدو کې امنیتي پوستې ځای پر ځای او امنیت یې ټینګ نه کړي، نو د هزاره میشتو ولسوالیو شاوخوا 17 زره زده کوونکي به د کانکور په آزموینه كې له برخې اخستلو محروم شي:(( هزاره میشتو ولسوالیو ته د تلليو لارو په اوږدو کې مخالفینو روان کال څو څو ځله ملکي وګړي، حتى ښځې او ماشومان وتښتول، اوس په دغو لارو له تګ را تګ څخه خلک وېره لري که یې امنیت ټینګ نشي نو د جاغوري، ناهور، مالستان، جغتو او خینو نورو ولسوالیو شاوخوا ۱۷ زره د دولسمو ټولګیو فارغان به په کانکور کې ګډون ونشي کړاى، ځکه دوى د مخالفینو له وېرې د غزني مرکز ته نه شي راتلای))
يوسفي زياتوي، که امنیتي ارګانونه د دغو لارو د امنیت په ټینګښت کې پاتې راشي نو پر حکومت او امنیتي ځواکونو د خلکو شته نسبي باور به په بې باورۍ واوړي.
دا په داسي حال کې ده چې تر دې مخكې د غزني مرستیال والي محمد علي احمدي هم له کلید سره خبرو کې ویلي وو، د دې ولایت هزاره میشتو ولسوالیو ته د غځېدلو لارو په اوږدو کې د نا امنیو له کبله د یادو ولسوالیو ګڼ شمیر میشتو زده کوونکو ښوونځي او حتى پوهنتونونه پرې ایښي او له هېواده بهر کډوال شوي دي.
د غزني ولایت د پوهنې ریاست مشر محمد عابد عابد هم دغه اندیښنې پر ځای بولي، خو وایي، دوی هم چوپ نه دي ناست بلكې د ستونزې د حل په موخه يې خپلې هلې ځلې کړې دي.
عابد كليد ته زياته كړه، دغه موضوع یې د ولایت له رهبرۍ سره شریکه کړې او هغوی هم ژمنه کړې چې د کانکور ازمویني په ورځو کې به ولسوالیو ته د غځېدلو لارو امنیت ټینګ کړي.
ها خوا د غزني ولایت امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل وایي، د دې ولایت ګڼ شمیر ولسوالیو ته یې ۵۶ کیلو متره نا امنه لارې تثبیت کړي چې د امنیت تینګولو لپاره یې ۳۰ امنیتي پوستو او ۱۳۰۰ سرتېرو ته اړتیا ده.
امرخېل كليد ته زياته كړه، په دې برخه کې یې خپله طرحه د ولایتي چارواکو له منظورۍ وروسته د کورنیو چارو وزارت ته استولې او په وینا یې که د کورنیو چارو وزارت يې طرحه منظوره كړي، امكانات په لاس وركړي نو د تل لپاره به دغو لارو امنيت خوندي كړاى شي.
د امرخېل په خبره، دغه چاره وخت ته اړتیا لري، خو په وينا يې ژمنه كوي چې د کانکور د ازموینې په ورځو کې به ټولو ولسوالیو ته د غځیدلو لارو امنیت ټینګ کړي.
د یادوني وړده، چې د تیر ۱۳۹۳ کال له وروستیو میاشتو راهیسې وسله والو ډلو د غزني ولایت امنو او هزاره میشتو ولسوالیو ته د غځیدلو لارو له اوږدو څخه ۱۳ ځلې ځينې كسان له موټرو ښكته كړي او تښتولي دي، چې له ډلې يې د دوه ښځو او يوې لس كلنې ماشومې په ګډون ۱۱تنه وژل شوي خو ۲۷ نور بېرته خوشې كړل شوي دي.
دمګړۍ په دې ډله كې د ۴ تښتول شويو وګړو برخليك لا هم نه دى معلوم.


