ټاکل شوې، چې نن د بريتانيا پارلمان په سوريه کې د داعش په ضد جګړه کې د دغه هېواد د ورګډېدو په اړه رايه ورکړي.
د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کامرون په پارلمان کې د خپل محافظه کار ګوند استازو څخه غوښتي، چې په سوريه کې د داعش په ضد عملياتو په هدف مثبته رايه وکاروي.
کامرون په پارلمان کې د کارګر ګوند له استازو هم غوښتي، چې مثبته رايه ورکړي، خو د کارګر ګوند استازو ويلي، چې ښايي دوى د سوريې په جګړه کې د ورګډېدو په اړه منفي رايه وکاروي. ټاکل شوې، چې نن د بريتانيا پارلمان په سوريه کې د داعش په ضد جګړه کې د دغه هېواد د ورګډېدو په اړه رايه ورکړي.
د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کامرون په پارلمان کې د خپل محافظه کار ګوند استازو څخه غوښتي، چې په سوريه کې د داعش په ضد عملياتو په هدف مثبته رايه وکاروي.
کامرون په پارلمان کې د کارګر ګوند له استازو هم غوښتي، چې مثبته رايه ورکړي، خو د کارګر ګوند استازو ويلي، چې ښايي دوى د سوريې په جګړه کې د ورګډېدو په اړه منفي رايه وکاروي.
په همدې حال کې په لندن کې سلګونو کسانو په سوريه کې د بريتانيا د پوځي عملياتو مخالفت کړى او له پارلمان څخه يې غوښتي، چې د لومړي وزير ډېوېډ کامرون وړانديز ته د رد رايه ورکړي.


