ads

خوست كې د ځدراڼو درې ولسوالۍ له ابتدايي اسانتياو هم محرومې دي

په خوست كې د ځدراڼو د دریو ولسواليو اوسیدونکي شكايت كوي چې په تېرو ديارلسو کلونو کې ورته د  بیارغونې په برخه کې د پام وړ کارونه نه دي شوي.دوی وایې، د تېر په پرتله اوس په دغو دریو ولسوالیو نادرشاه کوټ، دومنده او سپیرې کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی خو د سیمې […]

نویسنده: TKG
11 لیندۍ 1394
خوست كې د ځدراڼو درې ولسوالۍ له ابتدايي اسانتياو هم محرومې دي

په خوست كې د ځدراڼو د دریو ولسواليو اوسیدونکي شكايت كوي چې په تېرو ديارلسو کلونو کې ورته د  بیارغونې په برخه کې د پام وړ کارونه نه دي شوي.
دوی وایې، د تېر په پرتله اوس په دغو دریو ولسوالیو نادرشاه کوټ، دومنده او سپیرې کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی خو د سیمې د خلکو غوښتنو ته  ځایي ادارو رسیده ګي نه ده کړې.
د خوست د سپیره ولسوالۍ اوسیدونکی او قومي مشر علي خان وایې، د ځدراڼو ټولې ولسوالۍ چې په خوست، پکتیا او پکتیکا پورې تړلې دي، شمېر یې یوولسو ته رسي، د جلغوزو پراخ ځنګلونه هم لري چې هېواد ته لوړ اقتصادي ارزښت لري خو دولت ورته تراوسه د پروسس یوه کارخانه هم نه ده جوړه کړې. په خوست كې د ځدراڼو د دریو ولسواليو اوسیدونکي شكايت كوي چې په تېرو ديارلسو کلونو کې ورته د  بیارغونې په برخه کې د پام وړ کارونه نه دي شوي.
دوی وایې، د تېر په پرتله اوس په دغو دریو ولسوالیو نادرشاه کوټ، دومنده او سپیرې کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی خو د سیمې د خلکو غوښتنو ته  ځایي ادارو رسیده ګي نه ده کړې.
د خوست د سپیره ولسوالۍ اوسیدونکی او قومي مشر علي خان وایې، د ځدراڼو ټولې ولسوالۍ چې په خوست، پکتیا او پکتیکا پورې تړلې دي، شمېر یې یوولسو ته رسي، د جلغوزو پراخ ځنګلونه هم لري چې هېواد ته لوړ اقتصادي ارزښت لري خو دولت ورته تراوسه د پروسس یوه کارخانه هم نه ده جوړه کړې.
دى وايي، د خوست د جلغوزو زياته اقتصادي ګټه پاكستان ته رسېږي: ((سپیره د خوست  ښار په لویدیځ  کې په نږدې  ۵۲ کیلومترۍ کې پرته غریزه ولسوالي ده، دا چې دغه سیمه دومره لرې ده نو له ستونزو هم خلاص نه یوو،  کلینک کې مو دارو درمل نشته، سړک مو په خرابیدو دی باید ترمیم شې او فرعي سړکونه ډېر مهم دي چې جوړ شي. ځکه د خلکو اقتصادي ژوند به هم څه نا څه ورسره ښه شي، بايد د ځدراڼو د غرونو د جلغوزو ګټه پاكستان ته ونه رسي.))
د خوست د دوه منده ولسوالي چې اوسیدونکي يې ټول ځدراڼ دي، دا ولسوالي او خلك يې هم له ستونزو خلاص نه دي.
د دې ځاى قومي مشر حاجي میرزاعلي خان وایي، د دوی په سیمه کې د ښوونځیو ودانۍ نشته او په  ځینو سیمو کې له سره ښوونځي وجود نه لري.
ميرزاعلي خان وایي، حکومت باید د دوی د ماشومانو لپاره ښوونځي جوړ او  په سیمه کې په خوړونو د پاسه پلونه وتړي، چې د سیمې د خلکو ستونزې غوڅې شې: ((ولسوالي مو غریزه ده، د کلیو او ولسوالۍ او سیمو ترمنځ پلونو جوړولو ته اړتیا ده، ځكه چې د بارانونو پر وخت ګڼ خلک تګ راتګ نشې کولای، هغه که ناروغان وي یا زده کوونکي، ښوونځي مو ودانۍ نه لري که دغې برخې ته پام وشې نو زموږ له قوم سره به د دولت لویه نیکي وي.))
د خوست د ځدراڼو د قوم دغه ستونزې ټولې خوست ته د اجراييه رئيس د قومونو او قبايلو چارو سلاكار غازي نواز تڼي ته وړاندې كولې.
ټني د ستونزو تر اورېدو وروسته وویل، د خوست د ځدراڼو مسايل به له لوړ پوړو چارواكو سره شريك او حكومت به يې په اړه ژر تر ژره به لاس په كار شي: ((د اجريیه رئیس ډاکتر عبدالهي په لارښوونه موږ د دغو دریو ولسوالیو د خلکو ستونزې له ځان سره یاداشت کړې، اړوندو وزارتونو او اجرایه ریاست ته به یې ورسوو.))
د خوست د دوه منده، نادرشاه کوټ او سپیرۍ ولسوالۍ چې په غريزه ساحه كې پرتې او خلك يې ډېرې ځمكې هم نه لري، نه يوازې دا بلكې د لارو د خرابوالي له كبله يې خلك له يوه ځايه بل ته سفر هم په  اسانۍ نه شي كولاى.
د دې ځاى قومي مشران له حکومت څخه په عین حال کې غواړي چې د سیمې امنیتي وضعیت یې د پخوا په پرتله د خلکو په مرسته ښه شوی نو حکومت دې هم د دوی ضرورتونه له پامه نه غورځوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA