ads

په فضا كې د ميتان خطرناك ګاز ګډ شوى

د جاپان موسم معلوموونکې مصنوعي سيارې په لومړي ځل په فضا کې د ميتان زيان رسوونکي ګازو درک لګولى دى.جاپان ويلي، دغه ګاز د چين، هند او امريکا صنعتي مرکزونو څخه هوا ته انتقالېږي.دغه خبر پرون جاپاني چارواکو په پاريس کې د نړيوالې تودوخې مخنيوي په کنفرانس کې ورکړ.په رپوټ کې ويل شوي، چې د […]

نویسنده: TKG
10 لیندۍ 1394
په فضا كې د ميتان خطرناك ګاز ګډ شوى

د جاپان موسم معلوموونکې مصنوعي سيارې په لومړي ځل په فضا کې د ميتان زيان رسوونکي ګازو درک لګولى دى.
جاپان ويلي، دغه ګاز د چين، هند او امريکا صنعتي مرکزونو څخه هوا ته انتقالېږي.
دغه خبر پرون جاپاني چارواکو په پاريس کې د نړيوالې تودوخې مخنيوي په کنفرانس کې ورکړ.
په رپوټ کې ويل شوي، چې د چين چينګ دو او چن سن ښارونه،چې دوه ويشت ميليونه نفوس لري، تر ټولو زيات د ميتان ګاز اخراجوي. د جاپان موسم معلوموونکې مصنوعي سيارې په لومړي ځل په فضا کې د ميتان زيان رسوونکي ګازو درک لګولى دى.
جاپان ويلي، دغه ګاز د چين، هند او امريکا صنعتي مرکزونو څخه هوا ته انتقالېږي.
دغه خبر پرون جاپاني چارواکو په پاريس کې د نړيوالې تودوخې مخنيوي په کنفرانس کې ورکړ.
په رپوټ کې ويل شوي، چې د چين چينګ دو او چن سن ښارونه،چې دوه ويشت ميليونه نفوس لري، تر ټولو زيات د ميتان ګاز اخراجوي.
په رپوټ کې همدا راز په دويمه درجه کې د پاکستان د لاهور ښار، درېيمه درجه کې د هند د کلکتې ښار او څلورمه درجه کې د بنګله دېش د مرکز ډاکې يادونه شوې ده، چې تر ټولو زيات مضر ګاز اخراجوي.
ساينس پوهانو ويلي، چې په فضا کې د ميتان ګاز تر زيات ځنډه پاتې کېږي او د کاربن ډاى اوکسايډ په نسبت يې زيان ډېر ښودل شوى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA