د بريټانيا لومړي وزير ډېوېډ کامرون بيګا ماښام اعلان كړه، چې د چهار شنبې په ورځ به په سوريه کې د پوځي مداخلې په اړه د خپل هېواد داخلېدو مسئله پارلمان ته وړاندې کړي.
د نوموړي په وينا، په دې اړه به رايه اچونه د پارلمان د استازو تر پوښتنو وروسته پيل شي.
د بريتانيا لومړي وزير په پاريس كې د اقليم د بدلون په تړاو تر غونډې وروسته پرون ماښام په لندن کې خبريالانو ته وويل، دى باوري دى، چې د پارلمان غړي به په سوريه کې د داعش په ضد د عملياتو اجازه ورکړي. د بريټانيا لومړي وزير ډېوېډ کامرون بيګا ماښام اعلان كړه، چې د چهار شنبې په ورځ به په سوريه کې د پوځي مداخلې په اړه د خپل هېواد داخلېدو مسئله پارلمان ته وړاندې کړي.
د نوموړي په وينا، په دې اړه به رايه اچونه د پارلمان د استازو تر پوښتنو وروسته پيل شي.
د بريتانيا لومړي وزير په پاريس كې د اقليم د بدلون په تړاو تر غونډې وروسته پرون ماښام په لندن کې خبريالانو ته وويل، دى باوري دى، چې د پارلمان غړي به په سوريه کې د داعش په ضد د عملياتو اجازه ورکړي.
که څه هم بريتانيا په سوريه او عراق کې د داعش وسله والې ډلې په ضد عملياتو کې برخه اخيستې، خو د عملياتو د پراختيا په برخه کې بايد د دغه هېواد پارلمان پرېکړه وکړي.


