ads

غزني: يو ښوونكى د جنسي تېري په تور ۱۰ كاله بندي شو

د غزني استيناف محكمې په يوه علني جلسه كې د محمد بخش په نوم د سواد اموزۍ يو ښوونكى پر خپلې ۱۵ كلنې زده كوونكې د جنسي تېري په جرم د لس كلن تنفيذي بند پر سزا محكوم كړ.نجيبه هغه نجلۍ ده چې د روان كال په ثور مياشت كې يې د سواد اموزۍ د […]

نویسنده: TKG
10 لیندۍ 1394
غزني: يو ښوونكى د جنسي تېري په تور ۱۰ كاله بندي شو

د غزني استيناف محكمې په يوه علني جلسه كې د محمد بخش په نوم د سواد اموزۍ يو ښوونكى پر خپلې ۱۵ كلنې زده كوونكې د جنسي تېري په جرم د لس كلن تنفيذي بند پر سزا محكوم كړ.
نجيبه هغه نجلۍ ده چې د روان كال په ثور مياشت كې يې د سواد اموزۍ د كورس ښوونكي علي بخش او وروسته يې د ښوونكي ورور محمد بخش پرې څو څو ځله جنسي تېرى كړى و.
اوس محكمې د دغو دوو كسانو ماما هم له دې كبله چې خپلو مجرمو خورينو ته يې په كور كې څلور شې ځاى وركړى و، مجرم پېژندلى دى.
دا دواړه وروڼه تر دې وړاندې د غزني ښاري محكمې په درې درې كاله بند محكوم كړي وو، خو د دوى ماما اسدالله ته يې برائت وركړى و، مګر نجيبې او كورنۍ يې د محكمې پرېكړه رد او استيناف ته راجع كړه.

د غزني استيناف محكمې په يوه علني جلسه كې د محمد بخش په نوم د سواد اموزۍ يو ښوونكى پر خپلې ۱۵ كلنې زده كوونكې د جنسي تېري په جرم د لس كلن تنفيذي بند پر سزا محكوم كړ.
نجيبه هغه نجلۍ ده چې د روان كال په ثور مياشت كې يې د سواد اموزۍ د كورس ښوونكي علي بخش او وروسته يې د ښوونكي ورور محمد بخش پرې څو څو ځله جنسي تېرى كړى و.
اوس محكمې د دغو دوو كسانو ماما هم له دې كبله چې خپلو مجرمو خورينو ته يې په كور كې څلور شې ځاى وركړى و، مجرم پېژندلى دى.
دا دواړه وروڼه تر دې وړاندې د غزني ښاري محكمې په درې درې كاله بند محكوم كړي وو، خو د دوى ماما اسدالله ته يې برائت وركړى و، مګر نجيبې او كورنۍ يې د محكمې پرېكړه رد او استيناف ته راجع كړه.
پرون دوشنبه (د ليندۍ نهمه) استيناف محكمې دا قضيه په علني ډول د مدني فعالانو او خبريالانو پر وړاندې وڅېړله.
د محكمې پر مهال معلومه شوه چې محمد بخش پر غزني زندان د بريد له كبله تښتېدلى او اسدالله هم د ضمانت پر اساس خوشې شوى خو محكمې ته نه و حاضر شوى، نو محكمې يوازې دعلي بخش په اړه خپله فيصله واوروله.
د قضيې مؤظف څارنوال د صورت دعوى د لوستلو پر مهال وويل، محمد بخش لومړى له خپلې زده كوونكې سره ټليفوني اړيكې ټينګې كړې او وروسته يې ژمنه وركړې وه چې واده ورسره كوي خو بيا يې له خپل ورور سره يو ځاى جنسي تېرى پرې وكړ: (( محمد بخش خپله اعتراف کړی، چې یو ځلې یې په خپله سیمه کي له نجیبي سره د زنا عمل ترسره کړی، وروسته یې ویلي،چې نجیبي ماته وویل هر ځای ،چې مې بیایې درسره ځم ،نجیبه یې  د خپل خاله کور ته بیولي او هلته یې د دوو شپو په ترڅ کي درې ځلي ورباندي جنسي تیری کړی، له هغې وروسته یې بیا هغه د جغتو ولسوالۍ سر آب سیمې ته د خپل ماما کره بیولي او هلته یې هم د تیري ترڅنګ هغه خپل ورور علي بخش ته سپارلې،چې د څلورو شپو په لړ کې هغه هم پر نجیبې څلور ځلې تیری کړی دی.))
څارنوال زیاته کړه، محمد بخش او علي بخش دواړو په خپلو لومړنیو اعترافاتو کې دا منلې، چې څو- څو ځلي یې له نجیبي سره جنسي اړیکې ټینګې کړې دي.
هغه علي بخش او محمد بخش  ته د ۲۰ کاله بند سزا غوښتنه وكړه او زياته يې كړه، د دواړو مجرمينو ماما اسدالله ته هم بايد له مجرمانو سره د مرستې په وجه قانوني سزا وركړل شي.
خو د علي بخش  مدافع وکیل محکمې ته د دفاعیې د وړاندي کولو پر مهال وویل، د موکل لومړني تحقیقات یې د مدافع وکیل په نشتوالي کې اخستل شوي او د منلو وړ نه دي.
هغه له محکمي غوښتنه وکړه، چې د څارنوالۍ له لوري له علي بخش څخه اخستل شوي اعترافات دي د جزا قانون د ۲۸۹ مې مادې په اساس  لغو او بیا دې د ده په حضور کې پلټنې وکړي، څو اصلي مجرم او حقیقت څرګند شي .
د قضیې یوازني حاضر تورن علي بخش محکمې ته په خپلو څرګندونو كې ومنله چې له نجيبې سره يې د هغې په رضايت نامشروع اړيكې ټينګې كړې وې خو زياته يې كړه دا خبره ردوي چې ورور يې محمد بخش هم پرې جنسي تېرى كړى دى.
علي بخش زياته كړه له نجيبې سره واده ته حاضر دى او مخكې يې هم له دې چارې سر نه دى غړولى، خو د استيناف محكمې د قضايي هيئت غړو د دواړو لوريو د دلايلو له اورېدو وروسته علي بخش مجرم اعلان كړ.
د پرېكړې اوروونكي د استيناف محكمې مشر محمد علي كريمي وويل:(( موږ د غزني ولایت د استناف محکمې د جزايي دیوان قضایې هیئت غړو د محاکمو د صلاحیت او تشکیل د قانون د ۵۴ مې مادې پربنسټ د شهري محکمې ۶۳ نمبر حکم، چې د روان ۱۳۹۴ کال د زمري میاشتې په ۱۳ مه نیټه یې ستا علي بخش ولد رضا بخش لپاره صادره کړې وه رد او استنافا مو حکم وکړ، چې ته علي بخش د رضا بخش زوی د زنا په قضیه کې مجرم وپیژندل شوې او د جزا قانون د ۴۲۷ مې مادې پر بنسټ مو په لس کاله تنفیذي بند سزا  محکوم کړې.))
کریمي دغه راز زیاته کړه چې د دوی پریکړه وروستۍ نه ده او که مجرم ورباندې رضایت ونه لري کولای شي د تمیز غوښتنه وکړي.
د كريمي په خبره، قضیه کې دوه نور ښکیل کسان هم تر عدلي تعقیب لاندې دي.
علي بخش د محکمي پریکړه غیر عادلانه وبلله، خو دا په داسې حال كې وه چې په دغه جلسه کې پخپله متضررې نجیبي او د کورنۍ غړو یې حضور نه درلود.
د یادوني وړ ده، چې د غزني ولایت استيناف محکمې روان کال د ګڼ شمیر مجرمینو په تیره بیا له ښځو سره د تاوتریخوالي کوونکو محکمې په علني توګه تر سره کړې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA