ترکي دولتي رسنۍ وايي، د دغه هیواد امنیتي ځواکونو په بیلابیلو سیمو کې شاوخوا ۱۳۰۰ هغه کډوال نیولي، چې غوښتل یې له دې لارې یونان ته لاړ شي.
پولیس توانیدلي، چې له یونان سره په ګډه سرحدي سیمه (آیواجیک) کې سلګونه کسان ونیسي.
په نیول شویو کسانو کې ایراني، عراقي، سوریايي او افغان کډوال شامل دي. ویل کیږي، په نیول شویو کسانو کې ځیني انساني قاچاقبر هم شامل وي.
ترکیه دا ګام داسې مهال پورته کوي، چې دوه ورځې وړاندې د ترکیې جمهور رئيس له اروپايي مشرانو سره هوکړې ته ورسید، چې له دغه هیواده به اروپا ته د کډوالو د خطرناکې څپې کنټرول کوي. ترکي دولتي رسنۍ وايي، د دغه هیواد امنیتي ځواکونو په بیلابیلو سیمو کې شاوخوا ۱۳۰۰ هغه کډوال نیولي، چې غوښتل یې له دې لارې یونان ته لاړ شي.
پولیس توانیدلي، چې له یونان سره په ګډه سرحدي سیمه (آیواجیک) کې سلګونه کسان ونیسي.
په نیول شویو کسانو کې ایراني، عراقي، سوریايي او افغان کډوال شامل دي. ویل کیږي، په نیول شویو کسانو کې ځیني انساني قاچاقبر هم شامل وي.
ترکیه دا ګام داسې مهال پورته کوي، چې دوه ورځې وړاندې د ترکیې جمهور رئيس له اروپايي مشرانو سره هوکړې ته ورسید، چې له دغه هیواده به اروپا ته د کډوالو د خطرناکې څپې کنټرول کوي.


