د عراق پايتخت بغداد کې ځانمرګي بريد نهه تنه وژلي او ۲۱ نور يې ټپيان كړي دي.
د اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس د رپوټ له مخې، پرون ناوخته يو ځانمرګي بريد كوونكي وروسته له هغې ځان ته چاودنه ورکړه، چې شعيه زيارت کوونکي له بغداده د کربلا په لور روان وو.
عراقي چارواکو ويلي، چې په وژل شويو کې څلور پوليس هم شامل دي. د عراق پايتخت بغداد کې ځانمرګي بريد نهه تنه وژلي او ۲۱ نور يې ټپيان كړي دي.
د اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس د رپوټ له مخې، پرون ناوخته يو ځانمرګي بريد كوونكي وروسته له هغې ځان ته چاودنه ورکړه، چې شعيه زيارت کوونکي له بغداده د کربلا په لور روان وو.
عراقي چارواکو ويلي، چې په وژل شويو کې څلور پوليس هم شامل دي.
تر اوسه د بريد مسووليت چا نه دى منلى.
په کربلا کې د حسنينو مذهبي مراسمو کې د ګډون په هدف له ايرانه هم زرګونه کسان عراق ته رسېدلي دي.
ياد مراسم هر کال د کربلا په ښار کې پيلېږي، چېرته چې امام حسين شهيد کړاى شوى دى.


