د ايران ايرنا خبري اژانس د يوې انټرنيټي وېبپاڼې اکسپرېس له قوله ادعا کړې، چې روسيه هوډ لري سوريې ته د داعش له منځه وړلو په هدف ۱۵۰ زره سرتېري واستوي.
يادې وېبپاڼې ويلي، د روسيې جمهور رئيس ويلاديمير پوتين دغه ګام وروسته له هغې پورته کوي، چې په پاريس کې د خونړيو بريدونو پړه داعش وسله والو ومنله. د ايران ايرنا خبري اژانس د يوې انټرنيټي وېبپاڼې اکسپرېس له قوله ادعا کړې، چې روسيه هوډ لري سوريې ته د داعش له منځه وړلو په هدف ۱۵۰ زره سرتېري واستوي.
يادې وېبپاڼې ويلي، د روسيې جمهور رئيس ويلاديمير پوتين دغه ګام وروسته له هغې پورته کوي، چې په پاريس کې د خونړيو بريدونو پړه داعش وسله والو ومنله.
په رپوټ کې دغه راز راغلي، پوتين هڅه کوي پر رقه ښار، چې د داعش يو مهم مرکز بلل کېږي، خپلو هوايي بريدونو ته دوام ورکړي.
که څه هم روسيه له تېرو دوو مياشتو راهيسې د داعش په ضد جګړه کې د سوريې د حکومت په ننګه ور دانګلي دي، خو امريکا او متحدين يې روسيه تورنوي، چې الوتکې يې يوازې د سوريې مخالفې وسله والې ډلې په نښه کوي، کوم چې د ناټو د غړو هېوادونو ملاتړ ورسره دى.


